د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې
٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او ترویجي پروګرامونو په چوکاټ کې، د هېواد په ۱۶ شاليکرونکو ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې کړې دي.
دغه ننداریزې کروندې د وریجو د تولید د کمیت او کیفیت د کچې لوړولو، بزګرانو ته د شولو د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د معرفي کولو، د کرنې د نوې ټکنالوژۍ د ترویج، د کتاري کرنې د لارو چارو د معرفي کولو او د شولو په تولید کې د کممصرفه او اقتصادي لارو چارو د ترویج په موخه جوړې شوې دي.
همدارنګه، دغه پروګرام د بزګرانو د پوهاوي د کچې لوړولو، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او د کرنې د نوې ټکنالوژۍ د منلو او کارولو لپاره د هغوی د باور جلبولو، او له کرلو څخه تر راټولولو پورې د شولو د غوره کرنیزو لارو چارو د لېږد په موخه پلې شوی دی.
دننداریزو کروندو د پلي کولو بهیر د مرکزي تخنیکي ټیمونو او د ولایتونو د کرنې ریاستونو په شتون او څارنه کې ترسره شوی دی. د هرې ننداریزې کروندې لپاره د اړتیا وړ کیمیاوي سرې، لکه ډياېپي او یوریا، د شولو اصلاح شوي کرنیز تخمونه، د واښو د ایستلو یوه پایه دستګاه «ویدر» او د کتاري کرنې د طریقې د پلي کولو لګښت په پام کې نیول شوی دی.
دغه مواد او امکانات د ولایتونو د کرنې ریاستونو له لارې بزګرانو ته ورکړل شوي، څو هغوی په عملي ډول له نوې کرنیزې طریقې او د اصلاح شویو کرنیزو توکو له کارولو سره بلد شي او پایلې یې د عنعنوي کرنیزو لارو چارو په پرتله په خپلو سترګو وویني.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دغه ډول ترویجي پروګرامونو په پلي کولو سره هڅه کوي، چې د هېواد د بزګرانو ترمنځ د تولید د زیاتوالي، د وریجو د کیفیت د ښه والي او د معیاري کرنیزو ټکنالوژیو او لارو چارو د کارونې د پراختیا زمینه برابره کړي.
