د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۸:۴۶
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییسس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، په افغانستان کې د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې د رییس سریکانتا میسرا، د دغې مؤسسې د مرستیال او د دواړو لورو د یو شمېر تخنیکي همکارانو په ګډون د همغږۍ او تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې مولوي عبدالعلي عمري د کرنې په برخه کې د اکشن‌اېډ د همکاریو او فعالیتونو قدرداني وکړه او د کرنې سکټور د پراختیا او د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو په موخه یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې رییس سریکانتا میسرا د دغې مؤسسې د پلي شویو پروژو په اړه د خبرو پر مهال د کرنې وزارت له همکاریو، په ځانګړي ډول د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې، قدرداني وکړه. نوموړي وویل، چې سږ کال به د یو شمېر همکارو بنسټونو په ګډون او د بریتانیا حکومت په ۸ میلیونه پونډه مالي ملاتړ سره، د «اقلیمي بدلونونو او د معیشت بدیل» پروژه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پلې شي.
د نوموړي په وینا، په فاریاب ولایت کې د دې پروژې د پلي کولو مسؤلیت د اکشن‌اېډ مؤسسې پر غاړه دی او ټول فعالیتونه به له کرنې وزارت سره په بشپړه همغږۍ او د ټاکل شویو لومړیتوبونو له مخې پر مخ یووړل شي.
په پای کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د اسلامي امارت د افغانستان د پالیسۍ او ستراتیژیو په چوکاټ کې له همکارو مؤسسو سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره د دغه وزارت پر چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت به د کرنې د پراختیا، له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق او د بزګرانو او مالدارانو د معیشت د ښه والي په موخه د پلي کېدونکو پروګرامونو لازم ملاتړ او همکاري وکړي.


رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان مؤسسه بین‌المللی اکشن‌اید دیدار کرد
۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور سریکانتا میسرا، رئیس مؤسسه بین‌المللی اکشن‌اید در افغانستان، معاون این مؤسسه و شماری از همکاران تخنیکی دو طرف برگزار شد.
در این نشست، مولوی عبدالعلی عمری از همکاری‌ها و فعالیت‌های اکشن‌اید در بخش زراعت قدردانی کرده و بر تداوم همکاری‌های مشترک در راستای توسعه سکتور زراعت و تطبیق برنامه‌های انکشافی مطابق اولویت‌های وزارت زراعت تأکید کرد.
سریکانتا میسرا، رئیس مؤسسه بین‌المللی اکشن‌اید، با اشاره به پروژه‌های تطبیق‌شده این مؤسسه، از همکاری وزارت زراعت، به‌ویژه در زمینه امضای تفاهم‌نامه‌ها، قدردانی نمود. وی اعلام کرد که در سال جاری، با مشارکت چندین نهاد همکار و با حمایت مالی دولت بریتانیا به ارزش ۸ میلیون پوند، پروژه «تغییرات اقلیم و بدیل معیشت» در شماری از ولایت‌های کشور اجرا خواهد شد.
به گفته وی، مسئولیت تطبیق این پروژه از سوی مؤسسه اکشن‌اید در ولایت فاریاب به عهده این مؤسسه بوده و تمامی فعالیت‌ها در هماهنگی کامل با وزارت زراعت و مطابق اولویت‌های تعیین‌شده به پیش برده خواهد شد.
در پایان، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت بر آمادگی این وزارت برای همکاری همه‌جانبه با مؤسسات همکار در چارچوب پالیسی‌ها و استراتیژی‌های امارت اسلامی افغانستان تأکید کرد و گفت که وزارت زراعت از برنامه‌هایی که در راستای توسعه زراعت، سازگاری با تغییرات اقلیم و بهبود معیشت دهقانان و مالداران اجرا می‌شود، حمایت و همکاری لازم را انجام خواهد داد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۸:۴۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییسس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، په افغانستان کې د اکشن‌اېډ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

بازگشت