د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه
۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه ليدنه وکړه او د دغه رياست له رییس، مسئولينو او کارکوونکو سره يې وکتل او خبرې اترې يې وکړې.
په دې ليدنه کې د کندهار ولايت د کرنې رياست فعاليتونه او کړنې، د مالي، اداري او تدارکاتي چارو وضعيت، د عشر او زکات اړوند فعاليتونه، د مخابراتي انتنونو د تثبيت چارې، د اراضۍ چارې او نورې اړوندې برخې وارزول شوې. همداراز، د بېلابېلو څانګو مسئولينو خپلې کاري راپورونه او شته ستونزې د وزارت له مالي او اداري مرستیال سره شريکې کړې.
مولوي نورالدين عمير د راپورونو له اورېدو وروسته، د چارو د ښه والي، د ستونزو د هواري او د کاري بهير د چټکتيا لپاره اړينې لارښوونې وړاندې کړې او د اداري نظم پر مراعات، په مالي او تدارکاتي چارو کې پر شفافيت، مسئوليتپالنې او خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو يې ټينګار وکړ.
د غونډې په دوام، د عشر او زکات لوی رییس هم د عشر او زکات د ارزښت، د راټولولو او تنظيم بهير، د دې برخې د مسئوليتونو او له خلکو سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د چارو پر شفاف، امانتدارانه او د اصولو او مقرراتو سره سم پر ترسره کېدو يې ټينګار وکړ.
په پای کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست له مسئولينو او کارکوونکو وغوښتل، چې د مسئوليت احساس، اخلاص او د خدمت کولو په روحيه سره د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د وزارت د موخو د تحقق لپاره لا ډېرې هڅې وکړي. د ياد رياست چارواکو او کارکوونکو هم د نوموړي له حضور او لارښوونو څخه مننه وکړه او خلکو ته د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د متقابلې همکارۍ پر دوام يې ټينګار وکړ.
معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت قندهار بازدید کرد
۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به ولایت قندهار، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و با رئیس، مسئولان و کارمندان این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، فعالیتها و عملکرد ریاست زراعت ولایت قندهار، وضعیت امور مالی، اداری و تدارکاتی، فعالیتهای مرتبط با عشر و زکات، تثبیت آنتنهای مخابراتی، امور ارضی و سایر بخشهای مربوط مورد بررسی قرار گرفت. همچنین مسئولان بخشهای مختلف گزارشهای کاری و مشکلات موجود را با معین مالی و اداری وزارت در میان گذاشتند.
مولوی نورالدین عمیر پس از استماع گزارشها، رهنمودهای لازم را برای بهبود امور، رفع مشکلات و تسریع روند کاری ارائه کرد و بر رعایت نظم اداری، شفافیت در امور مالی و تدارکاتی، مسئولیتپذیری و ارائه خدمات بهتر به مردم تأکید نمود.
در ادامه این نشست، رئیس عمومی عشر و زکات نیز پیرامون اهمیت عشر و زکات، روند جمعآوری و تنظیم آن، مسئولیتهای این بخش و همکاری با مردم صحبت کرده و بر اجرای امور با شفافیت، امانتداری و مطابق اصول و مقررات تأکید کرد.
در پایان، معین مالی و اداری وزارت از مسئولان و کارمندان ریاست زراعت ولایت قندهار خواست تا با احساس مسئولیت، اخلاص و روحیه خدمتگزاری، در رسیدگی به مشکلات مردم و تحقق اهداف وزارت تلاش بیشتری انجام دهند. مسئولان و کارمندان این ریاست نیز از حضور و رهنمودهای وی قدردانی کرده و بر ادامه همکاری و خدمترسانی مؤثر به مردم تأکید کردند.
