د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې له مسئول سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵۸
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئول پروژه تغییرات اقلیمی و بدیل معیشت سازمان ملل متحد

۱۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په مشرۍ ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د کرنې په برخه کې د «یوان‌ډي‌پي» له همکاریو څخه مننه وکړه او د کرنې سکټور د پراختیا او د زیانمنونکو ټولنو د ملاتړ لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د «یوان‌ډي‌پي» د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې مسئول، وحیدالله غرنی، وویل چې دغه پروژه به د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۳۰ میلادي کلونو پورې د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره د کونړ او بدخشان ولایتونو ته ۹.۸ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي. نوموړي زیاته کړه چې دغه پروګرامونه به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ او د ټاکل شویو لومړیتوبونو له مخې عملي شي.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس هم ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د خپلو نافذه پالیسیو او ستراتیژیو په چوکاټ کې د پراختیایي پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو او د اقلیمي بدلون د اغېزو د مخنیوي لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د پروګرامونو د طرحې او پلان جوړونې پر مهال دې هغو محرومو لږو برخمنو ولایتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، چې تر اوسه د پراختیایي پروژو له ګټو لږ برخمن شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت