د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته وټرنرۍ خدمتونو تر وړاندې کولو پورې» تر سرلیک لاندې د کابل سټار هوټل کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
یاد سمپوزیم د افغانستان لپاره د هالند کمېټې له لوري، د یو شمېر امارتي ادارو د رییسانو، د همکارو بنسټونو د استازو، د کابل پوهنتون د استادانو، وټرنر ډاکټرانو او د حیواني روغتیايي کلینیکونو د مسؤلینو په ګډون ترسره شو. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په استازیتوب د پلان او پالیسۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر او د دې سکټور یو شمېر سلاکارانو په دې سمپوزیم کې ګډون کړی و.
مولوي عبدالعلي عمري په خپله وینا کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا په برخه کې د فعالو بنسټونو او مؤسسو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت ژمنتیا د وټرنرۍ فعالیتونو د ملاتړ او د حیواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې څرګنده کړه.
نوموړي په هېواد کې د امنیت او روڼتیا موجودیت ته په اشارې وویل، چې دغو دوو مهمو عواملو د افغانستان په کچه د پراختیايي پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی. هغه له همکارو بنسټونو وغوښتل، چې د خپلو همکاریو په پراخولو سره د هېواد د وټرنرۍ خدمتونو د پراختیا او د مالدارۍ د وضعیت د ښه والي په برخه کې لا ډېره ونډه واخلي.
د سمپوزیم په دوام، د کابل پوهنتون استادانو، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې وټرنر ډاکټرانو او د حیواني روغتیايي کلینیکونو مسؤلینو د وټرنرۍ خدمتونو د پراختیا بهیر، د دې سکټور د لاسته راوړنو او د خدمتونو د کیفیت د ښه والي د لارو چارو په اړه خپلې لیدلوري او وړاندیزونه وړاندې کړل.


اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان
۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده بود، اشتراک کردند.
این برنامه از سوی کمیته هالند برای افغانستان با حضور رؤسای شماری از ادارات امارتی، نمایندگان نهادهای همکار، استادان پوهنتون کابل، داکتران وترنر و مسئولان کلینیک‌های صحت حیوانی برگزار شد. به نمایندگی از وزارت زراعت، مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی پلان و پالیسی، مفتی ذاکرالله ذاکر، رئیس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی و شماری از مشاوران این سکتور در این سمپوزیم حضور داشتند.
مولوی عبدالعلی عمری در سخنرانی خود ضمن قدردانی از همکاری نهادها و مؤسسات فعال در بخش مالداری و صحت حیوانی، بر تعهد امارت اسلامی افغانستان برای حمایت از فعالیت‌های وترنری و توسعه خدمات صحت حیوانی تأکید کرد.
وی با اشاره به فراهم بودن امنیت و شفافیت در کشور گفت که این دو عامل، زمینه مناسبی را برای تطبیق برنامه‌ها و پروژه‌های انکشافی در سراسر افغانستان فراهم ساخته است و از نهادهای همکار خواست تا با گسترش همکاری‌ها، در توسعه خدمات وترنری و بهبود وضعیت مالداری کشور سهم بیشتری بگیرند.
در ادامه این سمپوزیم، استادان پوهنتون کابل، داکتران وترنر کمیته هالند برای افغانستان و مسئولان کلینیک‌های صحت حیوانی پیرامون روند توسعه خدمات وترنری، دستاوردهای این بخش و راهکارهای بهبود کیفیت خدمات، دیدگاه‌ها و پیشنهادهای خود را ارائه کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت