د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو ولایتي چارواکو یې ملتیا کوله د غزني ولایت ده‌یک ولسوالی ته سفر ترسره کړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، یاد پلاوي د ده‌یک ولسوالی له مشرانو، مخورو او اوسېدونکو سره ګډه غونډه ترسره کړه او د سیمې د ستونزو، پرمختیایي اړتیاوو او د کرنې اړوند موضوعاتو په اړه یې د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
په غونډه کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د امارتي ځمکو د اجارې په اړه د غزني ولایت والي ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اړوندو سیمو او ځمکو په اړه یې مفصل وضاحت ورکړ. نوموړي وویل، چې د امارتي ځمکو منظم مدیریت او قانوني اجاره ورکول د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
همدارنګه، د غزني ولایت والي د ولسي ستونزو د حل، د عامه خدمتونو د ښه والي او د کرنیزو پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او دوامداره هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دغه سفر د ولایتي ادارې او ولس ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ولسي ستونزو د نږدې ارزونې او د پراختیایي چارو د چټکتیا په موخه ترسره شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت