دفتر خدمات پروژه‌ای سازمان ملل متحد برای کاهش اثرات تغییرات اقلیمی در کابل پروژه‌های جدید تطبیق می‌کند

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۴
دفتر خدمات پروژه‌ای سازمان ملل متحد برای کاهش اثرات تغییرات اقلیمی در کابل پروژه‌های جدید تطبیق می‌کند

۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از دفتر خدمات پروژه‌ای سازمان ملل متحد (یونپس) با مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دیدار کرد و درباره تطبیق پروژه‌های تغذیه آب‌های زیرزمینی، مدیریت منابع آب و کاهش اثرات تغییرات اقلیمی در کابل گفت‌وگو کردند.
در این دیدار، خانم یوکی مسئول پروژه در یونپس گفت که این اداره در نظر دارد حدود ۱۵ پروژه را در قریه‌های شماری از ولسوالی‌های کابل به منظور تغذیه آب‌های زیرزمینی، کاهش پیامدهای خشک‌سالی، جلوگیری از پایین رفتن سطح آب و مهار سیلاب‌ها تطبیق کند تا زمینه استفاده بهتر مردم از منابع آبی و بهبود وضعیت معیشتی آنان فراهم شود.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با استقبال از این ابتکار، گفت که با وجود اجرای شماری از پروژه‌های تغذیه آب در کابل، این اقدامات برای رفع مشکل کمبود آب کافی نیست. وی با اشاره به افزایش جمعیت کابل، بر گسترش پروژه‌های مدیریت منابع آب تأکید کرد و افزود که همکاری و هماهنگی مشترک میان وزارت زراعت و یونپس می‌تواند زمینه آغاز هرچه سریع‌تر و تطبیق باکیفیت این پروژه‌ها را فراهم سازد.
در ادامه، مشاوران و رؤسای وزارت زراعت دیدگاه‌ها و پیشنهادهای خود را درباره تعیین ساحات مناسب برای اجرای پروژه‌ها مطرح کردند و به منظور پیشبرد امور، یک تیم تخنیکی مشترک برای هماهنگی مراحل بعدی تعیین شد.
هیئت یونپس نیز هدف از اجرای این پروژه‌ها را حمایت از دهقانان و باشندگان کابل، بهبود مدیریت منابع آب، تقویت تغذیه آب‌های زیرزمینی و کاهش خطر سیلاب‌های ویرانگر عنوان کرد.


د ملګرو ملتونو د پروژويي خدمتونو دفتر په کابل کې د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په‌پار نوې پروژې پلي کوي
۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» یوه پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره وکتل او په کابل کې یې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو اړوند د پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د «یوان‌اوپي‌اس» د پروژې مسؤلې مېرمن یوکي وویل، دغه اداره په پام کې لري چې د کابل ولایت د یو شمېر ولسوالیو په کلیو کې شاوخوا ۱۵ پروژې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو، د اوبو د سطحې د ټیټېدو د مخنیوي او د سېلابونو د مهارولو په موخه پلي کړي، څو خلک وکولای شي له اویزو سرچینو څخه ښه ګټه واخلي او د هغوی د ژوندانه وضعیت ښه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د دې نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل، سره له دې چې په کابل کې د اوبو د تغذیې یو شمېر پروژې پلي شوې دي، خو دغه اقدامات د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره بسنه نه کوي. نوموړي د کابل د وګړي د زیاتوالي په یادونې سره د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د کرنې وزارت او «یوان‌اوپي‌اس» ترمنځ ګډه همکاري او همغږي کولای شي د دغو پروژو د ژر پیل او باکیفیته پلي کېدو زمینه برابره کړي.
وروسته د کرنې وزارت سلاکارانو او رییسانو د پروژو د پلي کېدو لپاره د مناسبو سیمو د ټاکلو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، او د چارو د ښه پرمختګ په موخه د راتلونکو پړاوونو د همغږۍ لپاره یوه ګډه تخنیکي ډله وټاکل شوه.
د «یوان‌اوپي‌اس» پلاوي هم وویل، چې د دغو پروژو موخه د کابل د بزګرانو او اوسېدونکو ملاتړ، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه والی، د ځمکنیو اوبو د تغذیې پیاوړتیا او د ویجاړوونکو سېلابونو دګواښ کمول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت