د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې ۹۰۵ بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د مسؤلینو په وینا، دغه مرسته د ډنډ، ارغنداب، ژړۍ، خاکریز، لوړ میوند، ارغستان، نېش او میانشین ولسوالیو بزګرانو ته رسېدلې ده. د پروګرام له مخې، هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره ، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) او د تخمونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې بسته ورکړل شوې ده.
مسؤلین زیاتوي، چې د مرستو ترڅنګ بزګرانو ته د جوارو د معیاري او عصري کرنې، د اصلاح شویو تخمونو د کرلو، د سرو د سمې کارونې او د نباتاتو د روزنې په اړه روزنیز پروګرامونه هم پیل شوي دي، ترڅو هغوی وکولای شي د روان کرنیز فصل پر مهال لوړ، باکیفیته او د بازار غوښتنو ته مناسب حاصلات ترلاسه کړي.
د دې پروګرام اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو دودول، دکتاري کرنې ترویج، د عصري کرنیزو لارو چارو عامول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او له محدودې کرنیزې ځمکې څخه د اعظمي حاصل ترلاسه کول دي، چې په پایله کې به د خوړو خوندیتوب او د کلیوالو کورنیو عاید هم لوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د کندهار د ۱۱ ولسوالیو سلګونو بزګرانو ته د سبو چمتو شوې بستې هم ووېشي، ترڅو د کرنیزو تولیداتو د تنوع، د بزګرانو د ملاتړ او د هغوی د کرنیز ظرفیت د لا پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د دودولو او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د نړیوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرامونه دوام لري. د دغو پروګرامونو ترڅنګ بزګرانو ته د عصري کرنې اړوند عملي او نظري روزنې هم ورکول کېږي، څو د محدودو کرنیزو ځمکو څخه لوړ او باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي.


بیش از ۹۰۰ دهقان در هشت ولسوالی کندهار از تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی مستفید شدند
۲۵ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی سازمان خواربار و زراعت ملل متحد (FAO) و همکاری تخنیکی مؤسسه KRO، برای ۹۰۵ تن از دهقانان در هشت ولسوالی این ولایت، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی توزیع شد.
به گفته مسئولان، این کمک‌ها برای دهقانان ولسوالی‌های دند، ارغنداب، ژړۍ، خاکریز، میوند علیا، ارغستان، نیش و میانشین توزیع شده است. بر اساس این برنامه، به هر دهقان ۱۲ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده جواری، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه (DAP)، ۵۰ کیلوگرام کود سفید (یوریا) و یک بسته ویژه برای نگهداری مصون تخم‌ها توزیع شد.
مسئولان می‌افزایند که همزمان با توزیع این کمک‌ها، برنامه‌های آموزشی درباره کشت معیاری و مدرن جواری، شیوه‌های کشت تخم‌های اصلاح‌شده، استفاده صحیح از کودها و روش‌های پرورش نباتات نیز برای دهقانان آغاز شده است تا آنان بتوانند در فصل زراعتی جاری، حاصلات بیشتر، باکیفیت‌تر و مطابق نیاز بازار به‌دست آورند.
هدف اساسی این برنامه، تقویت اقتصادی دهقانان، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده، گسترش زراعت معیاری، ترویج روش‌های نوین زراعت، افزایش تولیدات زراعتی و بهره‌برداری حداکثری از زمین‌های محدود زراعتی است که در نتیجه آن، مصونیت غذایی و درآمد خانواده‌های روستایی نیز افزایش خواهد یافت.
قابل یادآوری است که سازمان خواربار و زراعت ملل متحد (FAO) در نظر دارد در آینده نزدیک، بسته‌های آماده سبزیجات را نیز برای صدها دهقان در ۱۱ ولسوالی ولایت کندهار توزیع کند تا گام‌های مؤثری در راستای تنوع‌بخشی به تولیدات زراعتی، حمایت از دهقانان و تقویت بیشتر ظرفیت‌های زراعتی آنان برداشته شود.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار به‌منظور افزایش تولیدات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و تقویت اقتصادی دهقانان، با حمایت نهادهای همکار بین‌المللی، برنامه‌های توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی را ادامه داده است. همزمان با این برنامه‌ها، آموزش‌های عملی و نظری در زمینه زراعت مدرن نیز برای دهقانان ارائه می‌شود تا بتوانند از زمین‌های محدود زراعتی، حاصلات بیشتر و باکیفیت‌تری به‌دست آورند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت