کندهار کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ ۱۰۰ زره څاروي واکسین او ۴۵۰۰ فارمونه درمل‌پاشي شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۴۶
55

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‌او» په همکارۍ د کانګو وژونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کندهار ښار او د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې د وقایوي کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ زره کوچني او لوی څاروي واکسین او ۴۵۰۰ د څارویو فارمونه او ګنجونه د کنو ضد درملو په وسیله درمل‌پاشي شول.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو وویل، دغه کمپاین د کندهار ښار ترڅنګ په پنجوایي، ژړۍ، ارغنداب، سپین بولدک، خاکریز، شاه‌ولي‌کوټ، میوند او دامان ولسوالیو کې عملي شو، چې موخه یې د کانګو ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی، د څارویو روغتیا ساتنه او له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغۍ د انتقال د خطر کمول وو.
د چارواکو په وینا، د لوی اختر او د دوبي موسم له رارسېدو سره د کنو د زیاتوالي احتمال لوړېږي، له همدې امله یاد کمپاین په وقایوي ډول ترسره شو، ترڅو د کانګو ناروغۍ پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیول شي او د عامې روغتیا او مالدارۍ سکټور خوندي پاتې شي.
د کندهار د کرنې ریاست همدارنګه له مالدارانو وغوښتل، چې د خپلو څارویو د حفظ‌الصحې اصول په پام کې ونیسي، د کنو د له منځه وړلو لپاره منظم درمل‌پاشي وکړي او د ناروغو یا مشکوکو څارویو د ساتنې او لېږد پر مهال له وقایوي وسایلو څخه استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کانګو یوه خطرناکه او ساري ویروسي ناروغي ده، چې د کنو او یا هم د اخته څارویو د وینې او نسجونو له لارې انسانانو ته انتقالېږي. دا ناروغي په انسانانو کې د لوړې تبې، د سر، عضلاتو او نس درد، او د بدن په بېلابېلو برخو کې د داخلي او جلدي وینې بهېدو لامل ګرځي، له همدې امله یې پر وخت مخنیوی او وقایوي اقدامات ځانګړی اهمیت لري.


در کندهار، ۱۰۰ هزار رأس مواشی علیه بیماری کانگو واکسین و ۴۵۰۰ فارم مالداری ضدعفونی شد
۱۶ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار با همکاری اداره غذا و زراعت سازمان ملل متحد، به‌منظور جلوگیری از شیوع بیماری کانگو، کمپاین گسترده وقایوی را در شهر کندهار و هشت ولسوالی این ولایت تطبیق کرد.
مسئولان آمریت مالداری ریاست زراعت کندهار می‌گویند، در جریان این کمپاین، نزدیک به ۱۰۰ هزار رأس مواشی کوچک و بزرگ واکسین شده و ۴۵۰۰ فارم و محل نگهداری مواشی با استفاده از ادویه ضد کنه، درمل‌پاشی شدند.
به گفته مسئولان، این کمپاین در شهر کندهار و ولسوالی‌های پنجوایی، ژړۍ، ارغنداب، سپین بولدک، خاکریز، شاه‌ولی‌کوت، میوند و دامان اجرا شد. هدف از اجرای آن، جلوگیری از گسترش بیماری کانگو، حفظ صحت مواشی و کاهش خطر انتقال این بیماری از حیوان به انسان عنوان شده است.
مسئولان افزودند، با فرا رسیدن فصل گرما و افزایش احتمال گسترش کنه‌ها، اجرای این کمپاین به‌صورت وقایوی، نقش مهمی در حفاظت از صحت عامه و تقویت بخش مالداری دارد.
ریاست زراعت کندهار همچنین از مالداران خواست تا اصول حفظ‌الصحه مواشی را رعایت کرده، برای از بین بردن کنه‌ها به‌گونه منظم از ادویه مناسب استفاده کنند و هنگام نگهداری یا انتقال مواشی بیمار یا مشکوک، تدابیر وقایوی لازم را در نظر بگیرند.
بیماری کانگو یک بیماری ویروسی خطرناک و ساری است که از طریق کنه یا تماس با خون و انساج مواشی آلوده به انسان انتقال می‌یابد و پیشگیری به‌موقع از آن، نقش مهمی در حفاظت از صحت انسان و مواشی دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت