کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي ملاتړ، د ۳۷,۵۰۰ کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا (څارویو لیونتوب) واکسین د تطبیق پروګرام رسماً پیل شو.
د پروګرام د پرانیستې پر مهال د کونړ دکرنې ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمر څرګنده کړه، چې د یاد پروګرام اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د ساري ناروغیو مخنیوی، د څارویو د روغتیا خوندیتوب او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی.
د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به د کونړ ولایت په نورګل، خاص کونړ، څوکۍ، اسعدآباد او چپې درې ولسوالیو کې عملي شي او ټاکل شوې ده، چې زرګونه کوچني شخوند وهونکي څاروي تر پوښښ لاندې راولي.
تمه کېږي، چې د داسې پروګرامونو په بریالي تطبیق سره به د څارویو د ناروغیو کچه راټیټه، د مالدارۍ تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت