کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې د نېش، میوند او کښته ولسوالیو کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ باب شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو شنو خونو د جوړولو د کیفیت او پرمختګ د ارزونې په موخه د کندهار د کرنې ریاست اړوندو انجنیرانو، له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه. د هغوی په وینا، د شنو خونو د جوړولو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې په ښه کیفیت او منظم ډول روانې دي او په هر پړاو کې د کیفیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۱۰ شنې خونې په میوند ولسوالی او ۵ نورې په نېش ولسوالی کې جوړېږي. د مستحقو بزګرانو د ټاکنې لپاره لومړی نوملیکنه ترسره شوې او هره شنه خونه پر ۴۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي.
چارواکي وایي، د دغو شنو خونو جوړول د کوکنارو د بدیل کښتونو د ترویج، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د کرنیزو عوایدو د لوړولو په موخه ترسره کېږي. د شنو خونو له لارې به بزګران وکولای شي د کال په بېلابېلو موسمونو، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال، د سبو تولید او بازار ته عرضه زیاته کړي او له محدودې ځمکې څخه ډېر حاصل او عاید ترلاسه کړي.
کندهار د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. د کرنې وزارت او همکارو نړۍوالو بنسټونو له لوري د شنو خونو، بڼوالۍ او نورو بدیلو کرنیزو پروژو پلي کول د دې لپاره دي، چې بزګرانو ته قانوني او دوامدار عایداتي فرصتونه برابر شي. شنې خونې د حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو د اغېزمنې استفادې او د کال په اوږدو کې د سبو د تولید له مهمو لارو څخه بلل کېږي، چې کولی شي د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او د کرنیزو محصولاتو تولید زیات کړي.

در کندهار کار ساخت ۱۵ باب سبزخانه به ارزش ۶.۱ میلیون افغانی آغاز شد
۳۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی برنامه انکشافی ملل متحد، همکاری تخنیکی مؤسسه بنیاد صلح و تحت نظارت آمریت امور زراعتی، کار ساخت ۱۵ باب سبزخانه به ارزش ۶.۱ میلیون افغانی در ولسوالی‌های نیش، میوند و کښته آغاز شد.
به‌منظور ارزیابی کیفیت و پیشرفت کار این سبزخانه‌ها، انجنیران مربوط ریاست زراعت کندهار از روند تطبیق پروژه بازدید و نظارت کردند. به گفته آنان، کار ساخت سبزخانه‌ها مطابق معیارهای تخنیکی تعیین‌شده، با کیفیت مناسب و به‌صورت منظم جریان دارد و در تمامی مراحل به حفظ کیفیت توجه ویژه صورت می‌گیرد.
براساس معلومات مسئولان، از مجموع این سبزخانه‌ها، ۱۰ باب در ولسوالی میوند و ۵ باب دیگر در ولسوالی نیش ساخته می‌شود. برای انتخاب زارعان مستحق، ابتدا روند ثبت‌نام انجام شده و هر سبزخانه در مساحت ۴۰۰ متر مربع اعمار می‌گردد.
مسئولان می‌گویند که ساخت این سبزخانه‌ها با هدف ترویج کشت‌های بدیل کوکنار، بهبود وضعیت اقتصادی زارعان و افزایش عواید زراعتی آنان انجام می‌شود. از طریق این سبزخانه‌ها، زارعان خواهند توانست در فصل‌های مختلف سال، به‌ویژه در فصل زمستان، تولید و عرضه سبزیجات به بازار را افزایش دهند و از زمین محدود، حاصل و درآمد بیشتری به‌دست آورند.
کندهار از جمله ولایت‌های مهم زراعتی کشور به‌شمار می‌رود. تطبیق پروژه‌های سبزخانه، باغداری و سایر برنامه‌های بدیل زراعتی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و نهادهای بین‌المللی همکار، با هدف فراهم‌سازی فرصت‌های قانونی و پایدار درآمدی برای زارعان صورت می‌گیرد. سبزخانه‌ها از جمله روش‌های مؤثر برای افزایش حاصلات، استفاده بهینه از آب و تولید سبزیجات در طول سال محسوب می‌شوند و می‌توانند در تقویت وضعیت اقتصادی خانواده‌های روستایی و افزایش تولیدات زراعتی نقش مهمی ایفا کنند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت