ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په څوارلس ولسوالیو کې پر ٥٦٠ کورنیو او د دوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابرولو په‌پار د سبو او مېوو وچولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یادې مرستې د ننګرهار په حصارک، سره رود، چپرهار، بهسود، دره نور، کوزکونړ، ګوشته، کامه، کوټ، ده بالا، بټي کوټ، لعلپوره او دوربابا ولسوالیو کې ٥٦٠ بې وزله، کونډو او تازه را ستنو شوو کورنیو ته ورکړل شوي.
 هغه وویل، چې بزګران کولې شي ددې ماشین په وسیله، په دوه ورځو کې څلور منه سابه وچ کړي. د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز کټه اخیستونکو ته د ماشینونو پر اهمیت او ارزښت هم خبري وکړې او زیاته یې کړه،  چې د سبو او مېوو د حاصل ټولولو  پر وخت یې بیې ټیټې او بزګران نشي کولای، چې د غوښتنې مطابق عواید ترلاسه کړي، چې وچول یې اسانه او معقوله لار ده.نو په همدې موخه مو بزګرانو ستونزو ته رسېدنې په پار ماشینونه ووېشل.
نوموړې زیاته کړه، چې د ننګرهار په دولسو ولسوالیو کې ١٣٦ بابه کوچنیو شنو خونو جوړولو چارې هم پیل شوي، چې په نږدې راتلوونکي کې به یي ودانیزې چارې پاي ته ورسېږي او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې د ورته پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د کرنې سکتور پیاوړی کړي، دکورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوبرامنځته شي.
په همدې حا ل کې د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوی جان محمد حامد د دې غونډې په ترڅ کې دا ډول پروژې د بزګرانو لپاره اغېزناکې وبللې او ددې مرستو نورو ولسوالیو ته د غځولو غوښتنه وکړه.
نوموړې وویل، چې د کورنیو، بهرنیو، نړۍوالو موسساتو او ځینو هېوادونو سفارتونو سره په اړیکه کې دي، چې  په ننګرهار کې د معیاري سړې خونې جوړې کړي.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي په ننګرهار کې د ترسره کړو، روانو او راتلوونکي فعالیتونو رڼا واچوله او هم یي په ننګرهار کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې  د مؤثره پروژو د تطبیق خبر ورکړ.
نوموړې وویل، چې د بزګرانو دستونزو حل او سبو ضایعاتو مخنیوي  لپاره په ننګرهار کې د کاره لویدلې او غیرو فعالو سړو خونو دبېرته فعالولو لپاره لیستونه د مرکزې دفتر سره شریکي شوي دي.


در ننگرهار برای صدها خانواده ماشین‌های خشک‌کردن سبزیجات و میوه‌ها توزیع شد و ساخت سبزخانه‌ها آغاز گردید
۳۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه مشورتی و امدادی جدید، روند توزیع ماشین‌های خشک‌کردن سبزیجات و میوه‌ها برای ۵۶۰ خانواده در ۱۴ ولسوالی این ولایت به‌منظور فراهم‌سازی زمینه رشد اقتصادی آنان آغاز شد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار گفت که این کمک‌ها به ۵۶۰ خانواده نیازمند، بیوه و عودت‌کننده در ولسوالی‌های حصارک، سرخرود، چپرهار، بهسود، دره نور، کوزکنر، گوشته، کامه، کوت، ده‌بالا، بتی‌کوت، لعل‌پور و دوربابا توزیع شده است.
وی افزود که زارعان می‌توانند با استفاده از این ماشین‌ها در مدت دو روز چهار من سبزیجات را خشک کنند. رئیس زراعت ننگرهار همچنان در مورد اهمیت و ارزش این ماشین‌ها با مستفیدشوندگان صحبت کرده و اظهار داشت که در زمان برداشت محصولات، قیمت سبزیجات و میوه‌ها کاهش می‌یابد و زارعان نمی‌توانند عواید مورد انتظار خود را به‌دست آورند، در حالی که خشک‌کردن محصولات یک راه آسان و مناسب برای حفظ و فروش آن‌ها است. به همین منظور، این ماشین‌ها برای رسیدگی به مشکلات زارعان توزیع شده است.
وی همچنین گفت که کار ساخت ۱۳۶ باب سبزخانه کوچک در ۱۲ ولسوالی ننگرهار آغاز شده و انتظار می‌رود در آینده نزدیک کارهای ساختمانی آن تکمیل شده و به بهره‌برداری سپرده شود.
رئیس زراعت ننگرهار تأکید کرد که از طریق تطبیق چنین برنامه‌هایی تلاش می‌شود تا سکتور زراعت تقویت گردد، زمینه توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها فراهم شود و مصونیت غذایی بهبود یابد.
در همین حال، مولوی جان محمد حامد رئیس اقتصاد ولایت ننگرهار در این نشست، چنین پروژه‌هایی را برای زارعان مؤثر دانسته و خواستار گسترش این کمک‌ها به سایر ولسوالی‌ها شد.
وی افزود که با مؤسسات داخلی، خارجی و بین‌المللی و همچنان سفارت برخی کشورها در تماس هستند تا سردخانه‌های معیاری در ننگرهار ساخته شود.
انجنیر خوشحال آصفی مسئول زون شرق سازمان غذا و زراعت ملل متحد، در مورد فعالیت‌های انجام‌شده، جاری و برنامه‌های آینده این اداره در ننگرهار معلومات ارائه کرده و از تطبیق پروژه‌های مؤثر در بخش زراعت و مالداری این ولایت خبر داد.
وی گفت که به‌منظور حل مشکلات زارعان و جلوگیری از ضایعات سبزیجات، فهرست سردخانه‌های غیرفعال و از کارافتاده در ننگرهار برای فعال‌سازی مجدد با دفتر مرکزی شریک شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي. . .

بازگشت