د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیداتو د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون کې
۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیدات د کابل په انټرکانټینینټل هوټل کې د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون پر مهال نندارې ته وړاندې شول، چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري یې پراخه پاملرنه ترلاسه کړه او د بازارموندنې لپاره یې نوي فرصتونه رامنځته کړل.
په دغه نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو اچار، د زیتونو تېل او د ترکانۍ فابریکې بېلابېل لرګین محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو. د شرکت مسؤلین وایي، د نندارتون ګډونوالو د یادو تولیداتو له کیفیت او معیارونو سره ځانګړې لېوالتیا ښودلې، چې له امله یې د بازار پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره شوې ده.
دغه دوه ورځنی نندارتون د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی، چې پکې د دواړو هېوادونو کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د چارواکو په وینا، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د صادراتو د ودې او د سیمهییزو بازارونو د موندلو لپاره مهم رول لري او د افغان تولیداتو د سیالۍ وړتیا لا پیاوړې کوي.
ننګرهار وادي کرنیز شرکت د هېواد له مهمو کرنیزو او تولیدي بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې د زیتونو د پروسس، د زیتونو د تېلو او اچارو د تولید ترڅنګ د ترکانۍ په برخه کې هم فعالیت لري. د دغه شرکت تولیدات په وروستیو کلونو کې د کیفیت له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنیو بازارونو ترڅنګ د صادراتو لپاره هم مناسب ظرفیت لري. د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د تولیداتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.
