د اراضۍ ریاست د کارکوونکو د علمي کچې د لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا او د کارکوونکو د علمي کچې د لوړولو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.
دغه سیمینار د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري جوړ شوی، چې په کې د اجارې ورکولو لوی رییس او د جیودیزۍ او کادستر عمومي ریاست سرپرست عبدالظاهر امین، رئیسانو، متخصصینو او د بېلابېلو څڅانګو لکه جیودیزي او ملي نښه‌ګذاري، کارتوګرافي، کادستري سروې، فتوګرامېټري، مېټاډاټا، د ځمکو د معلوماتي سیسټم او د ځمکې بانک برخې کارکوونکو ګډون کړی دی.
د چارواکو په خبره، د دې پروګرام موخه د کارکوونکو ترمنځ د انګېزې رامنځته کول، د هغوی د تخصصي وړتیاوو لوړول او د علمي کچې پیاوړتیا ده. د هغوی په وینا، دغه سیمینار به د درې ورځو لپاره دوام ولري.
د مسؤولینو په خبره، د کارکوونکو چارو ریاست تر دې وړاندې هم د ارزونې او استملاک، د ملکیت حق د تصفیې او تثبیت، د استملاکي پروژو د انسجام، د ځمکو د لېږد او وېش، د قبالو د اجرا او ثبت، او د ښاري غیررسمي سیمو د ثبت اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي. هغوی ټینګار کړی، چې دا روزنیز پروګرامونه به په تدریجي ډول د اراضۍ ریاست ټولې اداري برخې تر پوښښ لاندې راولي.
د دغو روزنیزو پروګرامونو ترسره کېدل د کارکوونکو د تخصصي وړتیاوو د پیاوړتیا او د هېواد د ځمکو د مدیریت او تنظیم په برخه کې د خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت