به دهاقین در ولسوالی سروبی کابل آموزش عملی کشت عصری شالی ارائه شد

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۲۱
به دهاقین در ولسوالی سروبی کابل آموزش عملی کشت عصری شالی ارائه شد

مدیریت عمومی زراعت و مالداری ولسوالی سروبی ولایت کابل در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، به منظور افزایش حاصلات شالی و ترویج روش‌های نوین زراعتی، آموزش عملی کشت شالی را از طریق مزرعه نمایشی برای دهاقین برگزار کرد.
در این برنامه، دهاقین از مرکز ولسوالی سروبی و مناطق مربوطه به محل مزرعه نمایشی دعوت شدند و در آنجا معلومات عملی در مورد آماده‌سازی قوریه شالی، انتقال نهال‌ها، رعایت فاصله مناسب میان بوته‌ها و سایر روش‌های مؤثر کشت ارائه گردید. همچنان دهاقین به گونه عملی در روند کشت شالی اشتراک کرده و برای دستیابی به حاصلات بهتر، رهنمودهای لازم به آنان داده شد.
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کابل می‌گویند که ترویج نوآوری‌ها و تکنالوژی‌های جدید زراعتی نقش مهمی در افزایش تولیدات دهاقین و بهبود کیفیت محصولات زراعتی دارد. به همین منظور، کارمندان ترویج به صورت دوامدار از مزارع بازدید کرده و رهنمودهای تخنیکی لازم را در اختیار دهاقین قرار می‌دهند.
قابل یادآوری است که مزارع نمایشی یکی از ابزارهای مؤثر در ترویج عملی نوآوری‌های زراعتی به شمار می‌رود و از این طریق دهاقین با روش‌های جدید و مؤثر زراعتی آشنا شده و از آن برای افزایش حاصلات خود استفاده می‌کنند.


د کابل سروبي کې بزګرانو ته د شولو د عصري کرکېلې عملي روزنه ورکړل شوه
د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د سروبي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ عمومي مدیریت له خوا د شولو د حاصلاتو د زیاتوالي او د عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه بزګرانو ته د شولو د بزغلیو د ننداریزې کروندې د کر عملي طریقه وښودل شوه.
په همدې موخه د سروبي ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې بزګران د شولو د بزغلیو د کر او لېږد سیمو ته راوبلل شول، چې هلته ورته د بزغلیو د چمتو کولو، د نیالګیو د کر، مناسب واټن ساتلو او د کرنې د غوره تخنیکونو په اړه عملي معلومات وړاندې شول. همداراز بزګرانو په عملي ډول د شولو د کر په بهیر کې ګډون وکړ او د غوره حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره ورته اړینې سپارښتنې وشوې.
د کابل کرنې ریاست مسؤلین وایي، د کرنیزو نوښتونو او عصري ټکنالوژیو ترویج د بزګرانو د تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د ښه والي لپاره مهم رول لري، له همدې امله ترویجي کارکوونکي په دوامداره توګه له کروندو څخه لیدنې ترسره کوي او بزګرانو ته اړوندې تخنیکي لارښوونې وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د شولو ننداریزې کروندې د کرنیزو نوښتونو د عملي ترویج یوه اغېزمنه وسیله ده، چې له لارې یې بزګران له نوو او اغېزناکو کرنیزو میتودونو سره بلدتیا پیدا کوي او د خپلو حاصلاتو د لوړولو لپاره ترې ګټه اخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت