نورستان کې د وترنري کلینیکونو د معیاري کولو لپاره د عصري تجهیزاتو وېش؛ د مالدارۍ خدمتونه لا پیاوړي کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲
نورستان کې د وترنري کلینیکونو د معیاري کولو لپاره د عصري تجهیزاتو وېش؛ د مالدارۍ خدمتونه لا پیاوړي کېږي

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د «ډي‌آرسي» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د کانتیوا ولسوالی په کچه د وترنري ساحوي کلینیکونو د معیاري کولو او د حیواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه د درېیو وترنري واحدونو ډاکټرانو ته ۶۲ قلمه بېلابېل وسایل او تجهیزات ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کانتیوا ولسوالی ولسوال، د نورستان د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر بختیار سعید، د «ډي‌آرسي» مؤسسې استازو، قومي مشرانو او د ولسوالی یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و. د پروګرام پر مهال یاد تجهیزات مستحقو وترنري ډاکټرانو ته وسپارل شول.
په وېشل شویو تجهیزاتو کې پامیر موټرسایکلونه، یخچالونه، جراحي کېټونه، د مصنوعي القاح د تطبیق کېټونه، المارۍ، مېزونه، څوکۍ او نور اړین تخنیکي وسایل شامل وو، چې د وترنري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ساحوي کلینیکونو د معیاري فعالیت لپاره به ترې ګټه اخیستل کېږي.
مسؤلین وایي، د دغو تجهیزاتو په مرسته به د حیواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې بهیر چټک او اغېزمن شي، د مالدارانو لاسرسی به روغتیايي خدمتونو ته زیات شي او د مالدارۍ د تولیداتو د کچې په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه ډاډ څرګند کړی چې د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې به د مالدارۍ او کرنې سکتور د لا پراختیا، د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د حیواني روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، ترڅو مالداران د ځان‌بسیاینې پر لور لا زیات پرمختګ وکړي او نورستان د حیواني محصولاتو له پلوه پر ځان بسیا او هوسا ولایت شي.
مالداري د نورستان ولایت د ډېری اوسېدونکو د عاید او اقتصادي فعالیتونو له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي. د وترنري خدمتونو پیاوړتیا، د حیواني ناروغیو پر وخت تشخیص او درملنه، او د عصري مالدارۍ ترویج د دې سکتور د ودې لپاره بنسټیز ارزښت لري. د همدې موخې لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارې مؤسسې هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وترنري کلینیکونه په معیاري وسایلو سمبال او د مالدارانو لپاره اغېزمن خدمات برابر کړي.


توزیع تجهیزات مدرن برای معیاری‌سازی کلینیک‌های وترنری در نورستان؛ خدمات مالداری بیشتر تقویت می‌شود
۲۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان از طریق آمریت مالداری و صحت حیوانی، با هماهنگی و همکاری مالی و تخنیکی مؤسسه احیاء و توسعه دانمارک، به منظور معیاری‌سازی کلینیک‌های ساحوی وترنری و گسترش خدمات صحی حیوانی در ولسوالی کانتیوا، ۶۲ قلم وسایل و تجهیزات مختلف را برای داکتران سه واحد وترنری توزیع کرد.
در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، ولسوال کانتیوا، آمر مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت نورستان داکتر بختیار سعید، نمایندگان مؤسسه احیاء و توسعه دانمارک، بزرگان قومی و شماری از مسئولان ولسوالی حضور داشتند. در جریان برنامه، تجهیزات یادشده به داکتران وترنری مستحق سپرده شد.
تجهیزات توزیع‌شده شامل موترسایکل‌های پامیر، یخچال‌ها، کیت‌های جراحی، کیت‌های تطبیق تلقیح مصنوعی، الماری‌ها، میزها، چوکی‌ها و سایر وسایل ضروری تخنیکی بود که برای ارتقای کیفیت خدمات وترنری و فعالیت معیاری کلینیک‌های ساحوی مورد استفاده قرار خواهد گرفت.
مسئولان می‌گویند که با استفاده از این تجهیزات، روند پیشگیری و تداوی امراض حیوانی سریع‌تر و مؤثرتر خواهد شد، دسترسی مالداران به خدمات صحی افزایش می‌یابد و در بلندبردن سطح تولیدات مالداری نقش مهمی ایفا خواهد کرد.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان اطمینان داده است که تحت رهبری امارت اسلامی افغانستان، تلاش‌ها برای توسعه بیشتر سکتور مالداری و زراعت، بهبود وضعیت اقتصادی مالداران و تقویت خدمات صحی حیوانی ادامه خواهد یافت تا مالداران به سوی خودکفایی بیشتر گام بردارند و نورستان از لحاظ تولیدات حیوانی به یک ولایت خودکفا و مرفه مبدل شود.
مالداری یکی از مهم‌ترین منابع عاید و فعالیت‌های اقتصادی برای بیشتر باشندگان ولایت نورستان به شمار می‌رود. تقویت خدمات وترنری، تشخیص و تداوی به‌موقع امراض حیوانی و ترویج مالداری مدرن از ارزش‌های اساسی برای رشد این سکتور محسوب می‌شود. به همین منظور، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مؤسسات همکار تلاش می‌کنند تا کلینیک‌های وترنری را در مناطق مختلف کشور با تجهیزات معیاری مجهز ساخته و خدمات مؤثر را برای مالداران فراهم نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفترله لوري د نکه ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې د مالدارۍ د. . .

بازگشت