د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۷
د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنیزو چارو عمومي مدیر عزیزالله کریمي او ورسره مل پلاوي د زرمت ولسوالی د سورکي سیمې د څاڅکي اوبو لګولو (ډراپ اریګیشن) له سیستم څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د پکتیا د کرنې رییس مولوي سیدامین هاشمي څرګنده کړه، چې د روان کال په ترڅ کې د زرمت ولسوالی د سورکي په سیمه کې شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه د څاڅکي اوبو لګولو سیستم له لارې تر کر لاندې راوستل شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په یادو کروندو کې هندواڼې، لوبیا، ټینډۍ، بینډۍ او رومي بانجان کرل شوي دي.
مولوي هاشمي او  ورسره مل پلاوي  د زرمت ولسوالی په سورکي سیمه کې د څاڅکي اوبو لګولو د سیستم یوه ننداریزه قطعه هم وکتله. د ارزونې په پایله کې هوکړه وشوه، چې دغه عصري او اغېزمن سیستم به د پکتیا ولایت په نورو اصلاح شوو بڼونو او کرنیزو سیمو کې هم تطبیق او پراختیا ومومي.
د پکتیا د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې د څاڅکي اوبو لګولو سیستم د پراخې کارونې، د بزګرانو د هڅو او د کرنیزو چارو د غوره مدیریت له امله د هندواڼو، لوبیا او نورو کرنیزو محصولاتو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
همدارنګه بزګران هڅول کېږي، څو د خپلو کروندو په خړوبولو کې د اوبو د سپما او اغېزمنې استفادې لپاره له عصري اوبو لګولو سیستمونو څخه ګټه واخلي، ترڅو د اوبو سرچینې خوندي او کرنیز حاصلات لا زیات شي.


ریاست زراعت پکتیا: یک هزار هکتار زمین در ولسوالی زرمت از طریق سیستم آبیاری قطره‌ای آبیاری می‌شود
مولوی سیدامین هاشمی رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، مولوی نورالله ممتاز رییس دفتر مقام ولایت، ملا محمد اسماعیل آخندزاده رییس حوزه دریایی، عزیزالله کریمی مدیر عمومی امور زراعتی و هیأت همراه آنان از سیستم آبیاری قطره‌ای در منطقه سورکی ولسوالی زرمت بازدید کردند.
در جریان این بازدید، مولوی سیدامین هاشمی اظهار داشت که در سال جاری حدود یک هزار هکتار زمین در منطقه سورکی ولسوالی زرمت از طریق سیستم آبیاری قطره‌ای تحت کشت قرار گرفته است. وی افزود که در این زمین‌ها هندوانه، لوبیا، بادرنگ، بامیه و رومی‌بانجان کشت شده است.
مولوی هاشمی و هیأت همراه همچنان از یک قطعه نمایشی سیستم آبیاری قطره‌ای در منطقه سورکی ولسوالی زرمت دیدن کردند. در نتیجه این ارزیابی، توافق شد که این سیستم عصری و مؤثر در سایر باغ‌های اصلاح‌شده و مناطق زراعتی ولایت پکتیا نیز تطبیق و گسترش یابد.
مسوولان ریاست زراعت پکتیا می‌گویند که به دلیل استفاده گسترده از سیستم آبیاری قطره‌ای، تلاش دهاقین و مدیریت بهتر امور زراعتی، حاصلات هندوانه، لوبیا و سایر محصولات زراعتی به گونه قابل ملاحظه افزایش یافته است.
همچنین از دهاقین خواسته شده است تا برای صرفه‌جویی در مصرف آب و استفاده مؤثر از منابع آبی، از سیستم‌های عصری آبیاری در زمین‌های خود استفاده کنند تا منابع آب حفظ شده و میزان حاصلات زراعتی بیشتر شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت