د میدان وردګو دایمیرداد کې ۵۰ مستحقو مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۴۵
د میدان وردګو دایمیرداد کې ۵۰ مستحقو مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام تر عنوان لاندې، د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي پیاوړتیا یو مهم پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شو، چې له مخې یې ۵۰ مستحقو او بې‌سرپرسته مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې.
دغه پروګرام، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د دایمیرداد ولسوالی په کچه عملي شو، موخه یې د بې‌وزلو کورنیو ملاتړ، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کورنیو د عایداتو زیاتوالی بلل شوی دی.
د مسؤلینو په خبره، د مرستې لپاره هغه ۵۰ مېرمنې د یوې شفافې سروې او هر اړخیزې ارزونې له لارې ټاکل شوې، چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ وې او د دوامدار عاید مناسبې سرچینې یې نه لرلې.
د پروګرام له مخې، هرې مستحقې مېرمنې ته د چرګانو یوه بشپړه بسته ووېشل شوه، چې په کې ۲۳ قطعې هګۍ اچوونکي چرګان، د چرګانو لومړنۍ خوراکه، د ساتنې او روزنې اړوند ابتدایي لارښوونې، د مایکروبونو ضد درمل او د تقویې درمل شامل وو.
د یاد پروګرام مسؤلین وایي، هڅه کېږي څو مستحقې مېرمنې د چرګانو د روزنې له لارې دوامدار عاید ترلاسه کړي، د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي او په تدریجي ډول اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.
د مرستو د وېش بهیر د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت د سیمه‌ییزو مسؤلینو، د کلیو د مشرانو او د ډاکار مؤسسې د استازو په حضور کې په منظم، شفاف او عادلانه ډول ترسره شو. همداراز د مستحقینو بشپړ لست د مسؤلو کسانو له لوري ثبت او ترتیب شو، څو د شفافیت او حساب ورکونې اصل په سمه توګه مراعات شي.
سربېره پر دې، د مرستو ترلاسه کوونکو مېرمنو ته د چرګانو د ساتنې، تغذیې او د ناروغیو د مخنیوي په اړه لنډه روزنیزه ناسته هم وړاندې شوه، ترڅو هغوی وکولای شي له ورکړل شوو امکاناتو څخه په اغېزمنه او سمه توګه استفاده وکړي.
په پای کې مستحقو مېرمنو د کرنې ریاست او ډاکار مؤسسې له مسؤلینو څخه د ترسره شویو مرستو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هم ورته مرستندویه پروګرامونه دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت