د پکتیکا جاني خېلو ولسوالی کې ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
د پکتیکا جاني خېلو ولسوالی کې ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې د هیلټو موسسې له لوري د ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړېدو چارې بشپړې او په رسمي ډول د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته وسپارل شوه. د یادې سړې خونې د سپارلو په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي قاضي نورالله حقاني وزیر، د جاني خېلو ولسوالی ولسوال، امنیه قومندان، د اقتصاد ریاست رییس مولوي محمد نسیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي صدر، د کرنې ریاست انجنیرۍ ټیم، د کرنیزو چارو امر، د هیلټو موسسې استازو، قومي مشرانو، ځوانانو ګډون کړی و.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي قاضي نورالله حقاني وزیر د خپلو خبرو پر مهال د سیمې له مشرانو او اوسېدونکو څخه د همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې امنیت، ثبات او یووالی رامنځته شوی، چې همدې وضعیت د بیارغونې او پرمختیایي چارو لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو د هوساینې، اقتصادي پیاوړتیا او د عامه خدمتونو د پراختیا لپاره لا ډېرې هڅې ترسره کړي.
مرستیال والي همدارنګه له هغو ریاستونو او ادارو څخه وغوښتل، چې نړۍوالې مرستندویه موسسې یې تر همغږۍ لاندې فعالیت کوي، څو د موسسو چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو په راتلونکې کې هم په پکتیکا ولایت کې د پراختیایي او عامه ګټو پروژو شمېر زیات شي او خلک ترې لا ډېره ګټه واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د خیرکوټ ولسوالی د تېلو پروژې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې له مشرانو سره په دې تړاو لازمې خبرې شوې دي او اِنْ شَــــآءَاللَّهُ په نږدې راتلونکې کې به د یادې پروژې عملي چارې هم پیل شي.
ورپسې د اقتصاد ریاست رییس مولوي محمد نسیم د ۱۴۰۴ کال د پراختیایي پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه به په راتلونکې کې نورې مهمې پروژې هم پلي شي، څو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او د بې‌روزګارۍ کچه راکمه شي.
همدارنګه د هیلټو موسسې ولایتي مسؤل څرګنده یې کړه، چې یاده موسسه اوس مهال د پکتیکا ولایت په جاني خېلو او ګومل ولسوالیو کې د شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پرمختیایي او کرنیزې پروژې پلي کوي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د خلکو اقتصادي پیاوړتیا ده.
د سیمې قومي مشرانو هم د یادې سړې خونې د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د هیلټو موسسې، اسلامي امارت مسؤلینو او د کرنې ریاست له هڅو یې مننه وکړه. هغوی وویل، چې د دغسې پروژو عملي کېدل د بزګرانو لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري، ځکه کرنیز محصولات به په ښه ډول وساتل شي او د خرابېدو مخه به یې ونیول شي. قومي مشرانو همدارنګه د نورو رغنیزو او عامه ګټو پروژو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د جاني خېلو ولسوالی ځوانانو ته دې د کار او روزګار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده سړه خونه د ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې ده او شاوخوا ۱۳ تنه بزګران کولای شي ترې مستقیمه ګټه واخلي. دغه سړه خونه ۲۵ کیلوواټه برېښنا ظرفیت لري او د برېښنا د دوام لپاره پرې ۱۸ دانې لمریزې تختې هم نصب شوې دي، چې د انرژۍ د دوامدار تأمین ترڅنګ به د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
یاده پروژه د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمولو، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه والي او د سیمې د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

 

سردخانه‌ای با ظرفیت ۳۰ متریک تُن در ولسوالی جانی‌خیل پکتیکا به بهره‌برداری سپرده شد
۳۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
کار ساخت یک سردخانه با ظرفیت ۳۰ متریک تُن از سوی مؤسسه هیلټو در ولسوالی جانی‌خیل ولایت پکتیکا تکمیل و به گونه رسمی به ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت سپرده شد. به مناسبت سپردن این سردخانه، نشست ویژه‌ای برگزار گردید که در آن مولوی قاضی نورالله حقانی وزیر معاون والی پکتیکا، ولسوال جانی‌خیل، قوماندان امنیه ولسوالی، مولوی محمد نسیم رئیس اقتصاد، مولوی صدر رییس  ریاست زراعت، تیم انجنیری ریاست زراعت، آمر امور زراعتی، نمایندگان مؤسسه هیلټو، بزرگان قومی و جوانان اشتراک داشتند.
مولوی قاضی نورالله حقانی وزیر معاون والی پکتیکا در سخنانش از همکاری بزرگان و باشندگان محل قدردانی کرده و گفت که با حاکمیت امارت اسلامی، امنیت، ثبات و وحدت در کشور تأمین شده که زمینه مناسب را برای بازسازی و اجرای پروژه‌های انکشافی فراهم کرده است. وی افزود که امارت اسلامی متعهد است برای رفاه مردم، تقویت اقتصادی و توسعه خدمات عامه تلاش‌های بیشتری انجام دهد.
معاون والی همچنان از ریاست‌ها و اداره‌هایی که مؤسسات کمک‌رسان بین‌المللی تحت هماهنگی آنان فعالیت دارند خواست تا به امور مؤسسات توجه ویژه داشته باشند تا در آینده نیز شمار پروژه‌های انکشافی و عام‌المنفعه در ولایت پکتیکا افزایش یافته و مردم بیشتر از آن بهره‌مند شوند.
وی در ادامه سخنانش به پروژه نفت ولسوالی خیرکوت نیز اشاره کرده و گفت که در این زمینه با بزرگان محل گفتگوهای لازم صورت گرفته و اِن‌شَاءالله در آینده نزدیک کار عملی آن پروژه نیز آغاز خواهد شد.
سپس مولوی محمد نسیم رئیس اقتصاد، در مورد پروژه‌های انکشافی سال ۱۴۰۴ معلومات ارائه کرده و گفت که در آینده پروژه‌های مهم دیگری نیز در بخش زراعت، مالداری، آبیاری و تقویت اقتصاد روستایی تطبیق خواهد شد تا وضعیت اقتصادی مردم بهبود یافته و سطح بیکاری کاهش یابد.
همچنان مسئول ولایتی مؤسسه هیلټو بیان کرد که این مؤسسه اکنون در ولسوالی‌های جانی‌خیل و گومل ولایت پکتیکا پروژه‌های مختلف انکشافی و زراعتی را به ارزش حدود ۱.۲ میلیون دالر امریکایی تطبیق می‌کند که هدف آن حمایت از دهاقین، حفظ محصولات زراعتی و تقویت اقتصاد مردم می‌باشد.
بزرگان قومی محل نیز از ساخت این سردخانه ابراز خرسندی کرده و از تلاش‌های مؤسسه هیلټو، مسئولان امارت اسلامی و ریاست زراعت قدردانی نمودند. آنان گفتند که تطبیق چنین پروژه‌هایی ارزش اقتصادی مهمی برای دهاقین دارد، زیرا محصولات زراعتی به شکل بهتر نگهداری شده و از خراب شدن آن جلوگیری می‌شود. بزرگان قومی همچنان خواستار تطبیق پروژه‌های بیشتر انکشافی و عام‌المنفعه شده و تأکید کردند که برای جوانان ولسوالی جانی‌خیل زمینه کار و اشتغال فراهم گردد.
قابل یادآوری است که این سردخانه ظرفیت ۳۰ متریک تُن را داشته و حدود ۱۳ تن دهاقین به گونه مستقیم از آن مستفید خواهند شد. این سردخانه دارای ظرفیت ۲۵ کیلووات برق بوده و برای تأمین دوامدار انرژی، ۱۸ تخته سولر نیز در آن نصب شده است که در کنار تأمین انرژی پایدار، نقش مهمی در نگهداری مصئون محصولات زراعتی خواهد داشت.
این پروژه گام مهمی در راستای کاهش ضایعات محصولات زراعتی، بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین و تقویت سکتور زراعتی منطقه دانسته می‌شود۔

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

د پکتیکا جاني خېلو ولسوالی کې ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې د هیلټو موسسې له لوري د ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړېدو چارې بشپړې او په رسمي ډول د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په فارمونو کې د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو راټولول پیل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د څلورګونو فارمونو په پراخو کرنیزو ځمکو کې د قراردادي کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو له لوري کرل شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

هلمند کې د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ځانګړې راډیویي خپرونه پیل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او مسلکي حل لارو وړاندې کولو په موخه. . .

بازگشت