د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۱۳۵ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۶
د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۱۳۵ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د نېش ولسوالی ۱۳۵ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو سره د کرنیزو مرستو په لړ کې د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، څو د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی او کرنیز حاصلات زیات شي.
دغه مرسته د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې «کې‌اراو» په تخنیکي همکارۍ او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د مرستو د عادلانه وېش په موخه لومړی د مستحقو بزګرانو نوم لیکنه ترسره شوه او وروسته هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره، ۵۰ کیلو توره سره او یوه د هارمینګ کڅوړه ووېشل شوه.
چارواکو زیاته کړه، چې د دغو مرستو اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له محدودې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول، د جوارو کرکېلې پراخول او د اصلاح شویو تخمونو دودول دي، څو بزګران وکولای شي په عصري او اغېزمنه بڼه کرنه ترسره کړي.
بلخوا برخمن شوي بزګران د یادو مرستو له امله خوښي څرګندوي او وایي، چې دا ډول ملاتړ به د دوی د حاصلاتو په زیاتوالي او د ژوند د اقتصادي ستونزو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار ولایت په لوړ میوند او ژړۍ ولسوالیو کې ۲۶۵ تنه بېوزلو بزګرانو ته ورته کرنیزې مرستې وېشل شوې وې.


بر ۱۳۵ تن از دهقانان ولسوالی نېش ولایت کندهار تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کود کیمیاوی توزیع شد
۱۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
در ادامه کمک‌های زراعتی، بر ۱۳۵ تن از دهقانان بی‌بضاعت و نیازمند ولسوالی نېش ولایت کندهار، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی توزیع گردید تا وضعیت اقتصادی دهقانان تقویت و حاصلات زراعتی افزایش یابد.
این کمک‌ها به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی موسسه مهاجرین کندهار، تحت نظارت مسئولان زراعت و مالداری ولسوالی نېش تطبیق شده است.
به گفته مسئولان ریاست زراعت کندهار، به‌منظور توزیع عادلانه کمک‌ها، نخست دهقانان مستحق ثبت‌نام شدند و سپس برای هر دهقان ۱۲ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده جواری، ۵۰ کیلوگرام کود سفید، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و یک بوری هارمنینگ توزیع گردید.
مسئولان افزودند که هدف اساسی این کمک‌ها، حمایت اقتصادی از دهقانان، به‌دست‌آوردن حاصلات بیشتر از زمین‌های محدود، گسترش کشت جواری و ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده می‌باشد تا دهقانان بتوانند زراعت را به‌شکل عصری و مؤثر انجام دهند.
در همین حال، دهقانان مستفیدشده از این کمک‌ها ابراز خرسندی کرده و گفتند که چنین حمایت‌ها در افزایش حاصلات و کاهش مشکلات اقتصادی آنان نقش مهمی خواهد داشت.
قابل یادآوری است که یک هفته پیش نیز بر ۲۶۵ تن از دهقانان بی‌بضاعت ولسوالی‌های میوند و ژړۍ ولایت کندهار کمک‌های مشابه زراعتی توزیع شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت