د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
زمین‌های شش شهرک برای تطبیق پلان‌های انکشافی کابل به شاروالی سپرده شد

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو اړوند ځمکې د کابل ښاروالۍ واک ته وسپارل شوې او په همدې تړاو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد رسمي پروتوکول لاسلیک شو.
دغه پروتوکول د اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی رییس شیخ‌الحدیث نورالحق انور، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کرنې وزارت د ځمکو رییس مولوي محمود مظلوم په حضور کې، د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو رییس مولوي عطاءالله او د کرنې وزارت د ځمکو ریاست د ځمکو د لېږد او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد له خوا لاسلیک شو.
په سپارل شویو سیمو کې د ۲۱مې ناحیې سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټی، د ۱۴مې ناحیې سردار محمد داودخان ښارګوټی، د ۸مې ناحیې میرویس ښارګوټی، د بګرامي دولت‌زی ښارګوټی، او د ۲۲مې ناحیې علاءالدین خېل او حبیب‌الله ځاځی ښارګوټي شامل دي.
د چارو ادارې لوی رییس د مراسمو پر مهال وویل، چې یاد پروتوکول د امارتي ځمکو د پلور او وېش قانون د ۱۴مې مادې د دویمې فقرې او د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حکم پر بنسټ ترتیب او لاسلیک شوی دی. د نوموړي په خبره، د کرنې وزارت د ځمکو ریاست د سپارونکي او کابل ښاروالۍ د ترلاسه کوونکي بنسټ په توګه ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې یادې ځمکې د تخنیکي او اصولي ارزونې وروسته د اړوندو وزارتونو، د کابل ولایت مقام، کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت د ځمکو ریاست د استازو له خوا تائید شوې دي، څو د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې د ښاري پلانونو د عملي کولو لپاره وکارول شي.
مسؤلینو څرګنده کړه، هغه ښارګوټي چې بېرته راګرځول شوي، د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به له دولتي ځمکو جلا او د کابل ښاروالۍ په نوم به د ځمکو په بانک کې ثبت شي. همداراز اړوند اسناد، کروکي، ارزونې راپورونه او نور لازم احکام به د ځمکو عمومي ریاست له خوا اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
د چارواکو په وینا، له غصب څخه د بېرته راګرځول شویو ځمکو انتقال به په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د اغېزمن تطبیق، د عامه خدماتو د ښه والي او ښاري زېربناوو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
د تثبیت شویو ځمکو له جملې څخه د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټی ۳۷۰۳۶ جریبه، د سردار محمد داودخان ښارګوټی ۵۵۶ جریبه، د میرویس ښارګوټی ۱۳۹ جریبه امارتي او ۴۰۰ جریبه شخصي، د دولت‌زی ښارګوټی ۳۸.۳ جریبه دولتي او ۱۰۴۱.۷ جریبه شخصي، د علاءالدین خېل ښارګوټی ۱۰۹۵ جریبه امارتي او ۵۵۵ جریبه شخصي، او د حبیب‌الله ځاځی ښارګوټی ۴۱۸.۸ جریبه امارتي او ۵۲۲ جریبه شخصي ځمکه شامله ده.
د یادونې وړ ده، چې د مشرتابه د فرمان له مخې، د پراختیايي پلانونو تر څنګ د بېرته راګرځول شویو ځمکو د قانوني وېش زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت