د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د «هلټو» مؤسسې مسؤل انجنیر شفیق د خپلو روانو پروژو اړوند معلومات له رییس سره شریک کړل.
همدارنګه، نوموړي د خپلو پروژو د پرمختګ په اړه مفصل معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د جاني خېل ولسوالی کې د «هلټو» مؤسسې له لوري د ۳۰ ټنه سړې خونې پروژه سپړرېدو ته نږدې شوې ده او ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې به د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته وسپارل شي.
په پای کې دواړو لورو د لا ښې همغږۍ او دوامداره همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت