زابل کې  پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۳۷
زابل کې  پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (اف‌جي‌اې) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ ددې ولایت  ۵۴۵ مستحقو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره  سره او ۵۰ کیلوګرامه سپین (یوریا) سره وېشل شوي دي.
د یادې مرستې مستحقین د یوې ګډې کمېټې له لوري په شفافه توګه ټاکل شوي وو او د وېش بهیر هم د همدې کمېټې په حضور کې ترسره  کېږي.
 بزګرانو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډول ملاتړونه د دوی د حاصلاتو په زیاتوالي او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري. هغوی د کرنې ریاست او همکارو ادارو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې دې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ملاتړ لا پراخ او دوامداره شي.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دا ډول پروګرامونه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کېږي او هڅه کوي، چې ورته مرستې نورو سیمو ته هم وغځوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت