ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي
۷ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچاو» په مالي او تخنیکي همکارۍ، د ختیځ زون په درېیو ولایتونو ننګرهار، کنړ او لغمان کې د کانګو وینهبهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا نهه زره څارویو ته د ایورمکټین درمل ورکړل شي، څو د بېروني پرازیتونو له منځه وړلو له لارې د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي. سربېره پر دې، د څارویو غوجلې او د مالدارۍ مېلهځایونه به هم په دوامداره توګه د لوی اختر تر ورځو پورې ضدعفوني او درملشیندنه کېږي.
د دې کمپاین د اغېزمنتیا او ښه تطبیق په موخه، د ختیځ زون ۱۸ تنه وټرنر ډاکتران په دوه ورځنۍ روزنه کې وروزل شول. په دې روزنیز پروګرام کې وټرنرانو ته د ناروغیو د تشخیص، د درملو د سم استعمال، د کانګو ناروغۍ د مخنیوي، عامه پوهاوي او نورو اړوندو برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د چارواکو په خبره، د دې کمپاین اساسي موخه د لوی اختر او د قربانۍ له موسم مخکې د کانګو ناروغۍ کنټرول او مخنیوی ده، څو د خلکو روغتیا خوندي او د مالدارۍ سکتور له احتمالي زیانونو وساتل شي.
د کانګو وینهبهېدونکې ناروغي له هغو ساري ناروغیو څخه ده، چې د څارویو له لارې انسانانو ته هم لېږدېدلی شي او په ځانګړي ډول د لوی اختر په ورځو کې یې خطر زیاتېږي. د همدې لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ هر کال د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وقایوي کمپاینونه پلي کوي، څو د عامې روغتیا خوندیتوب او د مالدارۍ سکتور ساتنه یقیني شي.
کمپاین گسترده برای جلوگیری از بیماری کانگو در زون شرق؛ نُه هزار حیوان معالجه میشوند
۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با همکاری مالی و تخنیکی اداره غذا و زراعت ملل متحد (فائو) و سازمان صحی جهان (دبلیو اچ او)، در ولایتهای ننگرهار، کنر و لغمان مربوط زون شرق، کمپاین گسترده جلوگیری از بیماری خونریزیدهنده کانگو آغاز شده است.
در جریان این کمپاین، حدود نُه هزار حیوان با دوای «ایورمکتین» معالجه میشوند تا از طریق از بین بردن پرازیتهای خارجی، از گسترش این بیماری جلوگیری گردد. همچنان، طویلهها و محلهای نگهداری مواشی نیز تا روزهای عید قربان بهگونه دوامدار ضدعفونی و دواپاشی خواهند شد.
به هدف مؤثریت و تطبیق بهتر این برنامه، ۱۸ داکتر وترنر زون شرق در یک دوره آموزشی دو روزه آموزش داده شدهاند. در این برنامه آموزشی برای وترنران در مورد تشخیص امراض، استفاده درست از ادویه، جلوگیری از بیماری کانگو، آگاهیدهی عامه و سایر بخشهای مرتبط معلومات همهجانبه ارائه گردیده است.
به گفته مسئولان، هدف اساسی این کمپاین کنترول و جلوگیری از بیماری کانگو پیش از عید قربان و موسم قربانی است تا از یکسو صحت مردم محفوظ بماند و از سوی دیگر سکتور مالداری از زیانهای احتمالی مصون نگهداشته شود.
بیماری خونریزیدهنده کانگو از جمله امراض ساری است که از حیوانات به انسانها نیز انتقال یافته میتواند و بهخصوص در روزهای عید قربان خطر آن افزایش مییابد. به همین دلیل، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری ادارات مربوطه هر سال کمپاینهای وقایوی را برای جلوگیری از این بیماری تطبیق میکند تا سلامت عامه تأمین و سکتور مالداری محافظت گردد.
