د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي ناروغیو په اړه عملي او نظري زده کړې وړاندې شوې.
په دې روزنیز پروګرام کې زده کړیالانو ته د کرنیزو افتونو، ناروغیو د پېژندنې، مخنیوي او کنټرول لارې چارې په تفصیل سره تشریح شوې او عملي تمرینونه هم ورسره ترسره شول.
دغه راز په دې روزنیز پروګرام کې زده کړیالانو ته د انارو د چنجې د پېژندنې، د هغې د زیانونو، د خپرېدو د عواملو، او د میخانیکي مخنیوي اغېزمنو لارو چارو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول، ترڅو وکولای شي په عملي ډګر کې د بڼوالو لپاره ګټورې سپارښتنې او لازمې لارښوونې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز بهیر لا هم روان دی، او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو پړاوونو کې به نور زده کړیالان او اړوند کسان هم ترې برخمن شي، څو د کرنیزو آفتونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عامه پوهاوی او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دې ډول روزنو موخه د زده کړیالانو مسلکي وړتیا لوړول او هغوی ته د عصري کرنیزو مهارتونو انتقال دی، څو په راتلونکې کې د کرنې سکتور د ودې او پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت