د کرنې وزارت پلاوي په مسکو کې له افغان سوداګرو سره د پانګونې د پراختیا په موخه وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
دیدار هیئت وزارت زراعت با تاجران افغان در مسکو برای گسترش سرمایه‌گذاری

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د مسکو ښار کې د افغانستان په سفارت کې له یو شمېر روسیه مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې ناسته کې د هېواد اقتصادي وضعیت، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پرمختګونه او همدارنګه د پانګونې فرصتونه تر بحث لاندې ونیول شول. د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې برخو کې ترسره شوې لاسته راوړنې او اصلاحات تشریح کړل او د پانګونې لپاره د مناسبو زمینو پر شتون یې ټینګار وکړ.
افغان سوداګرو د یادو معلوماتو هرکلی وکړ او د سړو خونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه، څو د تازه مېوو او سبو د ساتنې، پروسس او صادراتو لپاره غوره زمینه برابره شي.
د کرنې وزارت چارواکو د دغو غوښتنو په ځواب کې د همکارۍ او د سړو خونو د جوړولو او پراختیا په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو چمتووالی څرګند کړ او د پانګوالو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د سړو خونو پراختیا کولای شي د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو، د تولیداتو د کیفیت په ساتنه، د صادراتو په زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې، په مسکو کې د افغانستان سفیر هم له افغان سوداګرو سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې د پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره به لازمې همغږۍ دوام ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت