د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او بیداره مجاهدینو د دوامداره او چټکو هڅو په درشل کې یو ځل بیا د پاکستاني رژیم څخه کندهار ته د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د چارواکو په وینا، یادې مېښې د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیري قانوني او قاچاقي ډول هېواد ته رالېږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. او وروسته د مالدارۍ آمریت ته وسپارل شوېې. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي دي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو قاچاقي څارویو مخه په داسې حال کې نیول کېږي، چې څو ورځي وړاندې هم د کندهار په ریګستان ولسوالی ډیورنډ فرضي کرښه او سپین بولدک کې د لسګونو څارویو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت