ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۶۷۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د یاد ریاست رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بلل کېږي او د دې کښت د لا پراختیا لپاره جدي هڅې روانې دي. د هغه په وینا، دا مهال په خوږیاڼو، کوټ، دره نور او سره رود ولسوالیو کې د ځمکنیو توتانو کرکېله شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، تېر کال په همدې ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو، چې له امله یې ۵۸۷.۳۸ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و، چې دا د سږ کال د زیاتوالي ښکارندویي کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د کارکوونکو له لوري بزګرانو ته د ځمکنیو توتانو د کرلو، اوبولګولو، کرنیزو عملیاتو، د ناروغیو د کنټرول او نورو اړوندو برخو کې لازمې روزنې هم ورکړل شوې دي.
بل لور ته، بزګران او د ځمکنیو توتانو پلورونکي وایي، چې د دې محصول مینه‌وال او اخیستونکي زیات شوي دي او دوی هره ورځ په مناسبه کچه توتان پلوري، چې له امله یې ښه عاید ترلاسه کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې هڅې زیاتې کړې دي، څو بزګران له دودیزو او زیانمنو کښتونو څخه بدیلو، عایداتي او قانوني حاصلاتو ته وهڅوي. په همدې لړ کې د ځمکنیو توتانو کرکېله د کوکنارو د مناسب بدیل په توګه ترویج شوې، چې هم د بزګرانو عاید زیاتوي او هم د بازار غوښتنې ته ځواب وايي.


کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری
۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت شده است که بر اساس برآوردها از آن حدود ۶۷۰ متریک تُن حاصل به دست خواهد آمد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس این ریاست می‌گوید که توت زمینی به عنوان یک بدیل مناسب برای کشت کوکنار شناخته می‌شود و تلاش‌های جدی برای گسترش بیشتر این کشت جریان دارد. به گفته وی، در حال حاضر کشت توت زمینی در ولسوالی‌های خوگیانی، کوت، دره نور و سرخ‌رود انجام شده است.
وی افزود که سال گذشته در همین ولسوالی‌ها در ۳۵۶ جریب زمین توت زمینی کشت شده بود که از آن ۵۸۷.۳۸ متریک تُن حاصل به دست آمده بود و این امر نشان‌دهنده افزایش تولید در سال جاری می‌باشد.
کارمندان ریاست زراعت ننگرهار همچنان برای دهاقین در بخش‌های کشت توت زمینی، آبیاری، عملیات زراعتی، کنترول امراض و سایر موارد مرتبط آموزش‌های لازم را ارائه کرده‌اند.
از سوی دیگر، دهاقین و فروشندگان توت زمینی می‌گویند که علاقه‌مندان و خریداران این محصول افزایش یافته و آنان روزانه مقدار مناسبی توت زمینی به فروش می‌رسانند که از این طریق عاید خوبی به دست می‌آورند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال‌های اخیر تلاش‌های خود را افزایش داده است تا دهاقین را از کشت‌های سنتی و زیان‌آور به سمت محصولات بدیل، عایداتی و قانونی سوق دهد. در همین راستا، کشت توت زمینی به عنوان بدیل مناسب کوکنار ترویج شده است که هم عاید دهاقین را افزایش می‌دهد و هم به نیاز بازار پاسخ می‌دهد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت