د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په همغږۍ د دوو اوبو سربندونو او دوو محافظتي دېوالونو (پروټکشن والونو) سروې ترسره شوه.
د یادو پروژو موخه د اوبو د ښه مدیریت، د کرنیزو ځمکو خوندیتوب او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی بلل شوی، چې د سیمې د بزګرانو لپاره به مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
چارواکي وایي، ټاکل شوې چې د دغو پروژو عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې د ډاکار مؤسسې او د کرنې ریاست د تخنیکي ټیمونو په ګډه همکارۍ پیل شي.
بل لور ته، میدان وردګو ولایت د لومړي حصې ولسوالی بزګرانو د دغو پروژو د سروې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې او د ورته نورو پرمختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده. هغوی زیاته کړې، چې د دغو پروژو بشپړېدل به د اوبو د زېرمو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي او د کرنې په سکتور کې به مثبت بدلون رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروژې د اوبو د سرچینو د مدیریت ترڅنګ د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې هم اغېزناک تمامېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت