ایجاد ۲۰ قطعه سبزخانه نمایشی برنج به‌منظور افزایش حاصلات در کندز

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۶
ایجاد ۲۰ قطعه سبزخانه نمایشی برنج به‌منظور افزایش حاصلات در کندز

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ترویج سیستم‌های نوین زراعتی و افزایش حاصلات برنج، از سوی دفتر «داکار» با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری، بیست قطعه سبزخانه نمایشی برنج بر اساس سیستم قطاری در مرکز ولایت کندز ایجاد می‌گردد.
این سبزخانه‌های نمایشی با استفاده از روش‌های عصری زراعتی، به‌ویژه کشت قطاری، ایجاد می‌شوند تا دهقانان به‌گونه عملی با شیوه‌های مؤثر و معیاری کشت برنج آشنا شده و سطح حاصلات زراعتی خود را افزایش دهند.
تطبیق سیستم قطاری دارای مزایای متعددی است که از جمله آن می‌توان به کاهش مصرف آب، کنترول آسان علف‌های هرزه، استفاده مؤثر از کود و افزایش قابل ملاحظه در کیفیت و کمیت حاصلات اشاره کرد.
همچنان، در چارچوب این برنامه، آموزش‌های عملی و تخنیکی برای دهقانان ارائه خواهد شد تا بتوانند این روش‌ها را در زمین‌های زراعتی خود تطبیق نموده و از تجارب نوین زراعتی بهره‌مند شوند.
به گفته مسئولان، ایجاد این سبزخانه‌های نمایشی گام مهم و مؤثری در راستای توسعه زراعت معیاری، ترویج سیستم‌های نوین زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان به‌شمار می‌رود.

کندز کې د وریجو د حاصلاتو د زیاتوالي په‌پار ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي
۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نويو کرنیزو سیستمونو د ترویج او د وریجو د حاصلاتو د لوړولو په موخه، د «ډاکار» دفتر له خوا د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د دې ولایت په مرکز کې د وریجو شل ننداریزې کروندې د کرښه‌یي (قطاري) سیستم پر بنسټ جوړېږي.
یادې ننداریزې کروندې د عصري کرنیزو میتودونو په کارولو، په ځانګړې توګه د کتاري کرکېلې له لارې رامنځته کېږي، څو بزګران د وریجو د کرنې له اغېزمنو او معیاري لارو چارو سره په عملي ډول بلد شي او د خپلو کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه کړي.
د کرښه‌یي سیستم پلي کول ګڼې ګټې لري، چې له هغې ډلې د اوبو د مصرف کمښت، د هرزه بوټو اسانه کنټرول، د سرو (کود) اغېزمن استعمال او د حاصلاتو په کیفیت او کمیت کې د پام وړ زیاتوالی یادولای شو.
همدارنګه، د دې پروګرام په ترڅ کې به بزګرانو ته عملي او تخنیکي روزنې هم وړاندې شي، تر څو وکولای شي یادې لارې چارې په خپلو کرنیزو ځمکو کې پلي کړي او له نويو کرنیزو تجربو څخه ګټه واخلي.
د چارواکو په وینا، د دغو ننداریزو کروندو جوړول به د معیاري کرنې د پراختیا، د عصري کرنیزو سیستمونو د دودولو او د کندز ولایت د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت