دمالداری څیړنی ریاست
عمومی معلومات او اهمیت:
څارویو څیړنې ریاست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې څیړنیز انستیتیوت د عمومي ریاست یو له مهمو ،علمی او اکادمیک څانګو څخه دی چی په ۱۳۹۳ کال کی داهمیت اوارزښت له مخی له دیپارتمنت څخه ریاست ته ارتقا وکړ او تر ۱۴۰۰ کال پوری د امریت په تشکیل سره موجود وو او په ۱۴۰۰ کال کی د اسلامی امارت په راتګ سره ورته یوڅه اندازه تشکیل ورکړل شوی او له یاد کال څخه وروسته خپلی څیړنیز تجربی او علمی فعالیتونه شروع کړی ددې رياست له تاسيس څخه بيا تر دغه مهاله د حيواني تحقيقاتو ټولې پلټنې او هلې ځلې د مالدارۍ د نويو نسلونو او د محصولاتو د کمي او کيفي ښه والي او د هغوي لپاره د ښو او اغيزمنو لارو چارو د موندلو په موخه تر سره کيږي ترڅو د هيواد والو د پايداره ژوندانه د ښه والي او په پايله کې دوي ټولو د هوسايني او غذايي توکو د ښه لاسرسي لامل شي. د څارویو د څیړنې اصلي موخه د څارویو په مختلفو برخو کې د څارویو، چرګانو، کبانو، او ګټورو حشراتو، د څارویو تغذیه، او د څارویو محصولاتو تعین کیفیت او د تولید ښه کول، وده ، پراختیا او زیاتوالی دی، ترڅو د خوړو خوندیتوب، د فقر کمول، او دوامداره معیشت ډاډمن شي د څارویو په بیلابیلو ډولونو (غواګانی ، وزې، پسونه ، چرګانی ، کبان او مچی) څیړنیزی تجربی ترسه کول دي. داچی مالداري د کرنې ۵۰ سلنه برخه تشکیلوي. په دی برخه کې نه یوازې غوا، اوزی او مېږې تر څېړنې لاندې نیسي بلکه په دې برخه کې د باروړونکو حیواناتو، د ماهیانو څیړنه ، د شاتو مچۍ څیړنه او روزنه هم په کې شامل دي .او همدارنگه دغه ریاست د څارویو د نسل اصلاح کول، د څارویو محصولاتو کیفیت لوړول او معیاری کول ، د څارویو تغذیه او د مالدارۍ سکتور د دوامداره ودې او پراختیا لپاره څیړنیزی تجربی ترسره کوی. د خوړو خوندیتوب د هیواد د اقتصادی ودی او پرختیا لپاره یو ترټولو مهم اصل دی ترڅو وکولای شو د بهرنیو محصولاتووارداتو مخنیوی او د باکیفیت داخلی محصولاتو تولیدول دی. په افغانستان کی د څلویښت کلونه ناورینونه دنورو برخو ترڅنګ دمالداری په سکتور هم ناوړی اغیزی رامنځته کړی دی چی دمحلی نسلونه له کمښت او بعضی یی له انقراض سره مخ شوی دی .علاوتآ د محلی او بومی څارویو نسلونی ساتنه، مدیریت، تغذیه او پالنه هغه بله برخه ده چی یاد ریاست ته یی مسولیت ورګرځی. د بومی نسلونه د بقا یو مهم اصل د دغو نسلونو خالص ساتل دی ترڅو محلی نسلونه انقراض نشی. نو مهمه ده چی دا نسلونه تکثیر او د آفاتو او امراضو مخنیوی وشی. د نړی په سطح یو مهم معیار دادی ترڅو هیوادونه خپل بومی وحشی او اهلی څاروی ښه ساتنه او پالنه وکړی او د نسل د تغیر په صورت کی، اصلی نسل له انقراض څخه وساتل شی،نو حیاتی ده ترڅو د دغو لویو او استراتیژیکو کارونو په موخه، د څارویو د څیړنی ریاست مسولیتونو ته په اساسی ډول رسیدنه او توجه وشی.
لیدلوری:
د کورنیو حیواناتو، چرګانو، ماهیانو او ګټورو حشراتو د ځايي نسلونو او ډولونو د جینیټیکي موادو ساتنه، د نسل اصلاح، د حیواني محصولاتو د کیفیت تثبیت او د لوړ کیفیت حیواني خوراکو معرفي، د دې لپاره چې د حیواني تولیداتو په کمیت او کیفیت کې زیاتوالی راشي.
ماموریت:
پایدارې څېړنې د حیواني محصولاتو د کمیت او کیفیت د لوړوالي لپاره، د خوړو کیفیت او مصونیت زیاتول د جنتیکي منابعو د پراختیا له لارې، د پایدار معیشت، د فقر کمښت او د هېواد د ملي اقتصاد ودې ته کار کول.
موخې:
- د اهلي حیواناتو، چرګانو، ماهیانو او ګټورو حشراتو د ځايي نسلونو جنتیکي منابعو ساتنه، تر څو د دوی له منځه تلو مخه ونیول شي.
- د څارویو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول.
- دمحلی څارویو نسل اصلاح کول
- د ځايي نسلونو ځانګړتیاوو څېړنه او تثبیت.
- د هغو نسلونو معرفي چې حاصل ډېر لري او د چاپېریال شرایطو او ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري.
- د علوفې ډولونو څېړنه، د لوړ کیفیت حیواني غذا د برابرولو لپاره، تر څو حیواني تولیدات زیات شي.
عمده کړنې:
دڅارویو څیړنی اهمیت او کړنی ډېر ستر دی، څیړنی دمالداری دانکشاف اوترق اصلی بنسټ دی ځکه دا برخه د هېواد اقتصاد، خوراکي امنیت، او د حیوانی محصولاتو د پراختیا لپاره بنسټیز رول لري. چی په خلاصه شکل یی لاندی تشریح کوو
1- څاروي د لبنیاتو، غوښو، هګیو، وړیو، څرمنو او سرې لپاره عمده سرچینه ده. څېړنه تر سره کول د تولید لوړوالي او کیفیت ښهوالي سبب ګرځي.
2. د څارویو څېړنه د غوره نسلونو د پیژندلو، اصلاح، او تکثیر له لارې د حاصل لوړوالي ته زمینه برابروي.
3.: څیړنو ترسره کولو سره حیوانی ناروغی پیژندل او یادو ناروغیو کنترولو لپاره د درملو او واکسینونو رامنځته کول دی
4. څېړنه د مناسب خوراک، د تغذیې ترکیب، او فزیکي اړتیاوو معلومولو له لارې د حیواناتو روغتیا او تولید لوړوي.
5. د څېړنو له لارې داسې نسلونه او پالنه وده کوي چې د محلي اقلیم سره مطابقت ولري، لکه وچ اقلیم، یخ یا ګرمه اقلیم .
6. څېړنیز بنسټونه او فارمونه دمحصلینو او متخصصینو لپاره د عملی زدهکړې، تجربو او روزنو زمینه برابروي.
7- د محلی څارویو د جرم پلازم راتولول او ساتل
8-د حیوانی محصولاتو د کیفیت تعین اومعیاری کول
رئیس پېژندنه:
نوم: انجنیر عبدالولي
تحصیلات: لیسانس کرنې پوهنځي
ریاست : دڅاریوڅیړنی رییس
د څارویو د څیړنو د ریاست کاری ساحات
- د محلی څارویو د جرم پلازم راتولول او ساتل
- د څارویو د تغذیه لپاره مناسب، ارزانه، باکیفیته او پایداره خوړو رامنځته کول
- د حیوانی محصولاتو تعین کیفیت
- دحیوانی محلی نسلونو اصلاح کول
- د لوړ تولید نسلون رامنځته کول
- د څارویو د ښه مدیریت او ساتنی په موخه په مرکزی او زون په سطح د څیرنیزو فارمونو جوړول
دڅارویو څېړنی رياست بيلابيل څېړنيز فارمونه لري چې عبارت له:
د بنيحيصار څیړنیز فارم
د ريشخورو څیړنیز فارم
دارالامان د شاتو مچيوڅیړنیزفارم .
دبګراميو چرگانو څیړنیز فارم
دماهیانو څیړنیز فارم
لاسته راوړنۍ:
- په ریشخور فارم کې د محلی غواګانو ،پسونه ، وزی او الوتونکی نسلونه په علمی توګه دخصوصیاتو تثبیتول. ځکه دا موضوع دبین المللی جوامعو اصول دی
- دمحلی نسلونوخالص سازی پروسه په ریشخور فارم کی ترسره شوی چی شته ټول محلی نسلو خالص شوی دی
- په تعداد د 2 نسل محلی وزی چی چه دیوبل سره یوځای شوی دی په نتيجه کی اول نسل یی لاسته راغلی او نوره اصلاحی پروسه هم جریان لری
- د پسونو برخه کی هم 3 نسل محلی پسونو چه دیوبل سره یوځای شوی دی په نتِجه کی اول نسل لاسته راغلی او نور اصلاحی مراحل یی جریان لری
- دوه نسل محلی غواګانی له اصلاح شویو نسلی غواګانو ممبلیارد او جرسی سره یوځای شوی ده په نتِجه کی اول نسل لاسته راغلی ده
- دچرګانو برخه کی هم دریم اصلاح شوی نسل لاس ته راغلی دی
- دماهیانو په برخه هم دلومړی ځل لپاره په قرغه کی څیړنیزی تجربی ترسره کیږی
- دتعین کیفیت برخه دلومړی ځل لپاره په افغانستان کی محلی او اصلاح شویو غواګانو په شیدو کی شته مواد تثبیت او تعین کیفیت ترسره شوی دی
- وروسته له دیره کلونو څخه دریاست په هلو ځلو او مقاماتو په همکاری سره دبګرامیوڅیړنیز فارم چه په مخکنی دوره کی په ناسالمه توګه په اجاری ورکړل شوی وو یاد څیړنیز فارم بیرته دڅارویو څیړنی ریاست دفارمونو امریت په اختیار که ورکړل شو.
- دیاد ریاست تر دی دمه 16462057 افغانی عواید راټول کړی دی
- دلومړی ځل لپاره ریشخور فارم کی د وړو حیواناتو لپاره په عصری شکل سره طویله جوړی شوی
- دلومړی ځل لپاره ریشخور فارم کی په دایمی شکل بریښنا وصل شوه
- په څلورو زونونوکی مو تحقیقاتی مدیریتونه را منځته کړل
- د حیوانی خوراکه تجزیی او تحلیل لابراتوار په لومړی ځل سره تجهیز او کلنی ډول سره تقریبا اوس څلورمیلونه عواید راټولیژی چی پخوا داچاره نیمګړی او عواید یی نه درلودل
- په لومړی ځل سره د شیدو تعین کیفیت لابراتوار جوړ شوه
راتلونکي پلانونه:
۱. د حیواناتو پر بنسټ د بېلابېلو علمي او عملي تحقیقاتو ترسره کول، د حیواني تولیداتو د کمیت او کیفیت لوړولو په موخه
۲. د څلورو اقلیمي زونونو د څیړنیزو فارمونو رغونه او تجهیز
۳. د څلورو اقلیمي زونونو د څیړنیزو فارمونو لپاره د مختلفو حیواني نسلونو پیرود
۴. د حیواني تولیداتو د کیفیت تثبیت کمپلکس رغونه او تجهیز
۵. د بګرامۍ د چرګانو فارم بیا رغونه او تجهیز
۶. د منجمد سپرم لابراتوار جوړول او تجهیز
۷. د سړو او تودو اوبو د ماهیانو علمي تحقیقات ترسره کول
۸. د بېلابېلو علفو پیژندنه او معرفي
۹. د ریشخور څیړنیز فارم طویلو ترمیم او تجهیز
۱۰. د څیړنیز فارم لپاره د حیواني خوراکه برابرول
۱۱. د شیدو او لبنیاتو پر بنسټ عملي تحقیقات په څیړنیزو فارمونو کې ترسره کول