د ننګرهار دکرنې ریاست؛ د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۴۴
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څارویو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودې ددې امریت د مسلکي او متخصصو کارکوونکو سره په ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ د موثره پروژو په نښه کولو، مالدارانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه.
ښاغلي بهسودې وویل پریکړه وشوه، چې د همکارو مؤسسو سره په همغږۍ په ولسوالیو او کلیو بانډو کې د مالدارانو اړتیاوو ته په کتلو موثره پروژې ډیزاین او تطبیق شي.
نوموړې وټرنرډاکټرانو ته د ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو ښه تطبیق، چینجیو ضد درملو کارولو، د حیواني درملو کنټرول، قصابیو څارنې او د موسمې ناروغیو مخنیوي او وقایوي تدابیرو په هکله لازمې ښپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت