هلمند کې نږدې دوه زره بڼونه جوړیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۵:۳۳
 هلمند کې نږدې دوه زره بڼونه جوړیږي

۵ سلواغه ۱۳۹۸
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په قوریو او نرسریو کې څه باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي روزل شوي او په فنې او مسلکي توګه وېش ته چمتو شوي دي.
ددغو نیالګیو له ډلې ۱۲۰ زره یې د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتې ۹۰۰ زره نور هغه یې ددې ادارې تر څار لاندې دخصوصي سکټور له خوا روزل شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل: «په پام کې ده، چې سږ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ځمکوالو ته له زر تر دوه زره جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ کړو.»
هغه وویل، چې د نوي جوړېدونکو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو قوریو او نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بڼوالو به وېشل کیږي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې هلمند ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت