د کندهار دوو ولسوالۍ کې ۳۲۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۹
د کندهار دوو ولسوالۍ کې ۳۲۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت له لوري د کندهار په دامان ولسوالی کې ۲۴۰ جریبه او ژړۍ ولسوالی کې ۸۰ جریبه ځمکه د ازادي داوطلبۍ او قانوني اداري مراحلو وروسته په اجاره ورکړل شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د اجارې او پانګونې مدیریت چارواکي وایي په یادو ځمکو کې لومړي د دامان ولسوالی مرغان کیچي سیمې تازه د غصب څخه خلاصه شوي ۲۴۰ جریبه ځمکه ده، چې د ۱۲۰ زره افغانیو په ارزښت رسماً مستحقو ګټونکو ته وسپارل وشوه او دویم د ژړۍ ولسوالی د مهتشم سیمې ۸۰ جریبه ځمکه ده، چې د ۷۲۰ زره افغانیو په ارزښت مسحقو ګټونکو ته سپارل شوې ده. 
د یاد مدیریت مسؤلین وایي سپارل شویو ځمکو د اجارې ټول قانوني او اداري مراحل د درېیو کلنو لپاره د کرنې په موخه ترسره شوي دي، چې هر کال به یاده اندازه پیسې پرته له داوطلبۍ څخه د ا.ا.ا ملي بودیجي ته سپاري.
د یادونې وړ ده، چې د دامان ولسوالی مرغان کیچي سیمې ځمکه څو میاشتې وړاندې د کندهار غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي له لوري د پرله پسې هڅو او کمپاینونو په ترڅ کې د غصب څخه خلاصه شوې وه، چې اوس مهال د ازادي داوطلبۍ له لاري قانوني طریقه جوړه او په اجاره ورکړل شوه.


۳۲۰ جریب زمین در دو ولسوالی ولایت کندهار به اجاره داده شد
۱۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تحت رهبری این ریاست و از طریق مدیریت اجاره و سرمایه‌گذاری، ۲۴۰ جریب زمین در ولسوالی دامان و ۸۰ جریب زمین در ولسوالی ژړۍ را پس از طی مراحل قانونی و اداری از طریق داوطلبی آزاد به اجاره داد.
مسئولان مدیریت اجاره و سرمایه‌گذاری ریاست زراعت کندهار می‌گویند که در میان این زمین‌ها، ۲۴۰ جریب زمین واقع در ساحه مرغان‌کیچی ولسوالی دامان که تازه از غصب آزاد شده بود، به ارزش ۱۲۰ هزار افغانی رسماً به برندگان مستحق سپرده شد. همچنان ۸۰ جریب زمین در ساحه مهتشم ولسوالی ژړۍ نیز به ارزش ۷۲۰ هزار افغانی به مستحقان واگذار گردیده است.
به گفته مسئولان، تمامی مراحل قانونی و اداری اجاره این زمین‌ها برای مدت سه سال به هدف فعالیت‌های زراعتی تکمیل شده است و مستأجران هر سال مبلغ تعیین‌شده را بدون داوطلبی به بودجه ملی امارت اسلامی افغانستان پرداخت خواهند کرد.
قابل یادآوری است که زمین واقع در ساحه مرغان‌کیچی ولسوالی دامان چند ماه پیش از سوی هیئت تخنیکی جلوگیری از غصب زمین در ولایت کندهار، در نتیجه تلاش‌ها و کمپاین‌های پیهم از غصب آزاد گردیده بود و اکنون از طریق داوطلبی آزاد به گونه قانونی به اجاره داده شد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت