د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي
۱۸ کب ۱۴۰۴ه.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د دې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د سرواملوکو بڼونو جوړولو په موخه ابتدایي سروې ترسره شوه. د یادې سروې موخه د پروژې د عملي کېدو لپاره د اړینو معلوماتو راټولول او د تطبیق لپاره د زمینې برابرول دي، څو دغه بزګران وکولای شي له یادو بڼونو څخه د خپل عاید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ګټه واخلي.
د یادې سروې موخه په موسی خېلو ولسوالی کې د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول دي، ترڅو په اوږدمهال ډول د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات وده ومومي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمنه ده، چې په راتلونکي کې به دې ته ورته پرمختیایي پروګرامونه دوامداره وساتي او د کرنې د سکټور د لا پیاوړتیا لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو سروې شویو بزګرانو د سرو املوکو بڼونو جوړولو لپاره نیالګي وویشل شي
