کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د قاچاق مخه نیولې ده.
د مسؤلینو په وینا، یادې غواوې د یو شمېر کسانو له لوري د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رادننه کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې ونیول شوې. د قاچاق په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي مسؤلینو هڅې زیاتې شوي دي او ټینګار کېږي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، ترڅو څاروي په قاچاقي ډول هېواد ته دننه یا بهر ولېږدوي. د همدې هڅو په دوام، دوه ورځې وړاندې هم د ۱۶ سرې غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت