د کندز ولایت په مرکز او چهاردرې ولسوالی کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د مېوهلرونکو بڼونو جوړول
۱۱ کب ۱۴۰۴ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د ډاکار دفتر له لوري د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د مرکز او چهاردرې ولسوالی د ۸۰ تنو بزګرانو لپاره مېوهلرونکي بڼونه جوړ شول.
یاد بڼونه د بادامو، شفتالو، املوک او ناک له اصلاحشوو نیالګیو څخه جوړ شوي، چې د سیمې د اقلیمي شرایطو او د خاورې د نوعیت په پام کې نیولو سره په معیاري ډول کېنول شوي دي. له ټولو مستفیدینو څخه ۴۰ تنه د ولایت په مرکز کې او ۴۰ تنه نور په چهاردرې ولسوالی کې د دې پروګرام برخه ګرځېدلي، چې د هر یوه لپاره جلا او منظم بڼونه جوړ شوي دي.
د نیالګیو د وېش او د بڼونو د جوړېدو بهیر د کرنې ریاست د تخنیکي کارکوونکو تر نظارت لاندې ترسره شوی، او بزګرانو ته د نیالګیو د سم کېنولو طریقې، معیاري واټن، اوبهلګولو، سرې ورکولو او وروسته ساتنې په برخو کې لازمې روزنې ورکړل شوې دي.
د دې پروګرام موخه د معیاري بڼوالۍ دودول، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د سیمهییز اقتصاد وده ده. تمه ده چې د یادو بڼونو په حاصل رسېدو سره به د مېوو تولید زیات شي او د مستفیدو کورنیو د ژوند وضعیت به لا ښه شي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر له همکارۍ څخه مننه وکړه او د دا ډول پراختیایي پروګرامونو پر دوام یې ټینګار کوي، او دا چاره د کرنې سکتور د ځانبسیاینې او دوامدارې ودې په لور اغېزمن ګام بولي.
