د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د قوریي جوړولو چاري پیل کړي دي. 
د ژړۍ ولسوالی د څړځایونو او ځنګلونو مدیر انجنیر عزت الله ایوبي وایي، یاده قوریه د کرنې وزارت د طرزالعمل له مخې د ځنګلي بوټو له قلمو څخه جوړېږي، ترڅو روزل شوي نیالګي وروسته د چاپېریال ساتني، د ځنګلاتو او شنو سیمو پراختیا، د څړڅایونو پیاوړتیا او اقلیمي بدلونونو د اغیزې کموالي لپاره وکارول شي. 
نوموړي وایي، یاده قوریه د کرنې وزارت د پلان مطابق اېښودل کېږي او د تخنیکي اصولو په نظر کې نیولو سره د ځمکې چمتو کول، د قلمو معیاري انتخاب، منظم قطار بندي، اوبه لګول او ساتنه په منظم ډول ترسره کېږي.
قوریه د نیالګیو د روزنې او ودې منظم کرنیز سیستم دی، چې پکښې قلمي یا تخمونه لومړی په ځانګړې ځمکه کې کرل کېږي او له مناسبې ودې وروسته اصلي ساحې ته انتقالېږي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې د یو میلیون آنجې نبات قوریه جوړه شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي. . .

بازگشت