د نورستان کرنې ریاست کې راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش په موخه ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۱۹
د نورستان کرنې ریاست کې راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش په موخه ناسته وشوه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې راستانه شویو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار د ځانګړې کمیټې ناسته وشوه. دغه ناسته د نورستان د کرنې رییس مولوي محمد ولی محسن په مشرۍ ترسره شوه.
یاده کمیټه د کرنې ریاست، صنعت او سوداګرۍ، مستوفیت، ولایت او د کډوالو چارو ریاستونو له استازو جوړه ده. په ناسته کې د مستحقو راستانه شویو کډوالو د سروې، انتخاب، او د مرستو د عادلانه وېش پر میکانېزم او طرزالعمل خبرې اترې وشوې.
د نورستان دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ټینګار وکړ چې مرستې باید په بشپړ شفافیت، عدالت، د ټاکل شوي طرزالعمل او د اسلامي امارت د اصولو سره سم مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلوکې کې به دکرنې وزارت له خوا د نورستان ولایت په کچه پر سلګونو راستانه شویو ګډوالو غنم او نغدې پیسې ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت