راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار هلمند ولایت ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۱
راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار هلمند ولایت ته د کرنې وزیر سفر

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق   
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري راستانه شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه، د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د هلمند والي مولوی امان الدین منصور، مرستیال والي مولوی محمد نبي حماس، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوی عبدالرحمن حذیفه، دکرنې رییس مولوی شېراحمد رفیع، د کډوالو رییس مطیع الله اغا حقیاراو یو شمېر نورو سیمه‌ییزو چارواکو پکې ګډون درلود، د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دغه مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې لارښوونې له مخې، په ټول هېواد کې د اړتیا لرونکو کډوالو کورنیو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوې دي او د وېش بهیر یې په منظم ډول په ټولو ولایتونو کې روان دی.
د کرنې وزیر په وینا، هرې کډوالې کورنۍ ته پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې ده، تر څو هېواد ته له راستنېدو وروسته د هغوی د معیشتي ستونزو یوه برخه راکمه شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه بهیر په بشپړ شفافیت او نظم سره پلی کېږي.
همداراز د هلمند مرستیال والي د کرنې د وزیر او ورسره د مل پلاوي هرکلی وکړ او په دې ولایت کې یې راستانه شویو کډوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ځایي ادارې د هڅو یادونه وکړه.
یوشمېر راستانه شویو کډوالو هم د دې اقدام مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري او د دوی د ځینو بېړنیو ستونزو د کمولو لامل ګرځي.
ټاکل شوې ده، چې د دې بهیر په ترڅ کې به په هلمند ولایت کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.
یادې مرستې د اسلامي امارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.

سفر وزیر زراعت به ولایت هلمند به‌منظور توزیع گندم و کمک‌های نقدی برای مهاجرین بازگشته
۱۵دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ شعبان‌المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، مولوی عطاءالله عمری، به‌منظور آغاز روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی برای مهاجرین بازگشته، در رأس یک هیأت به ولایت هلمند سفر کرد.
در جریان این سفر، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری مولوی عطاءالله عمری در یک نشست رسمی که با حضور والی هلمند مولوی امان‌الدین منصور، معاون والی مولوی محمد نبی حماس، رئیس دفتر مقام ولایت مولوی عبدالرحمن حذیفه، رئیس زراعت مولوی شیر احمد رفیع، رئیس امور مهاجرین مطیع‌الله آغا حقیار و شماری دیگر از مقام‌های محلی برگزار شده بود، روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی را رسماً آغاز کرد.
وزیر زراعت در سخنان خود گفت که این کمک‌ها به‌دستور ویژه امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، به‌منظور حمایت از خانواده‌های نیازمند مهاجرین در سراسر کشور در نظر گرفته شده و روند توزیع آن به‌گونه منظم در تمام ولایات جریان دارد.
به گفته وزیر زراعت، برای هر خانواده مهاجر، پنج بوجی گندم و پنج هزار افغانی کمک نقدی اختصاص یافته است تا بخشی از مشکلات معیشتی آنان پس از بازگشت به کشور کاهش یابد. وی تأکید کرد که این روند با شفافیت کامل و نظم اجرا می‌شود.
همچنان معاون والی هلمند از وزیر زراعت و هیأت همراه وی استقبال کرده و از تلاش‌های اداره محلی این ولایت در راستای فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر برای مهاجرین بازگشته یادآوری کرد.
شماری از مهاجرین بازگشته نیز از این اقدام ابراز قدردانی نموده و گفتند که این کمک‌ها نقش مهمی در بهبود وضعیت معیشتی آنان داشته و سبب کاهش برخی مشکلات فوری‌شان می‌گردد.
قرار است در چارچوب این روند، در ولایت هلمند برای ۱۲۰۰ خانواده مهاجر بازگشته، گندم و کمک‌های نقدی توزیع شود.
این کمک‌ها در چارچوب برنامه‌های حمایوی امارت اسلامی و به‌منظور رفع نیازهای عاجل مهاجرین توزیع می‌گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
Background image

د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۰
Background image

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

بازگشت