پکتیا: پر ۱۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز کیټونه ووېشل شول

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۸
پکتیا: پر ۱۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز کیټونه ووېشل شول

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د اغېزناکو او تلپاتو روغتیايي خدمتونو همکارې موسسې (هیلتو) په همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواف‌پي) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په روحاني بابا او جاني‌خېلو ولسوالیو کې ۱۴۸ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د بڼوالي وسایل او نور کرنیز توکي ووېشل شول.

په یادو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار انجنیر سید حسن تکل، د دغه ریاست د بڼوالۍ مدیر انجنیر سنګرمل جلالي، د هیلتو موسسې مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ مدیر سنګرمل جلالي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هیلتو موسسې له همکاریو او کړنو څخه مننه وکړه. نوموړي بزګرانو ته وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوي تخمونه پر خپلو ځمکو کې وکرئ، تر څو ښه حاصل تر لاسه کړئ.

ښاغلي جلالي زیاته کړه، چې د یاد پروګرام د تطبیق موخه د اړمنو بزګرانو پر خپلو پښو درول دي. هغه له بزګرانو وغوښتل، چې دغه غنم پر خپلو ځمکو کې وکري، ترڅو په راتلونکې کې غوره فصلونه تر لاسه کړي او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.

همدارنګه د یاد ریاست سلاکار انجنیر سید حسن تکل هم بزګرانو ته وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې له ورکړل شوو وسایلو څخه په سمه او اغېزمنه توګه استفاده وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې ریاست د کارکوونکو له لوري به د تخمونو د کرنې او د وسایلو د استعمال بهیر وخت پر وخت تر نظارت لاندې ونیول شي.

ورپسې د هیلتو همکارې موسسې استازي په خپلو خبرو کې وویل، چې د یاد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي د غنمو تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره، د ښاخه‌بُرۍ قیچي، اره، پمپ او نور کرنیز کیټونه ورکړل شول، چې په مجموع کې ۱۷ قلمه کرنیز توکي شامل وو او ټول په وړیا ډول بزګرانو ته ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې بزګرانو ته د اصلاح شوي غنمو کښت، د سرې استعمال او ښاخه‌بري په برخه کې درې میاشتنی روزنیز پروګرام هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت