ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ خونه عملاً فعالیت پیل کړ

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۹
ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ خونه عملاً فعالیت پیل کړ ۲۲ مرغومی ۱۳۹۸ د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د کرنې وزارت له لوري د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ خونې پرانستل کیږي، چې په ترڅ کې یې په ننګرهار کې عملاً دا خونه پرانستل شوه او خپل فعالیت یې پیل کړ. د یادې خونې د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د سوداګرۍ رییسخالد ګردیوال، له کابله ورغلي پلاوي او په ختیځ کې میشت د کرنې او مالدارۍ شرکتونو مسولینو برخه اخیستې وه.  د ننګرهار د کرنې سرپرست ریس ډاکتر

۲۲ مرغومی ۱۳۹۸
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د کرنې وزارت له لوري د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ خونې پرانستل کیږي، چې په ترڅ کې یې په ننګرهار کې عملاً دا خونه پرانستل شوه او خپل فعالیت یې پیل کړ.
د یادې خونې د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د سوداګرۍ رییسخالد ګردیوال، له کابله ورغلي پلاوي او په ختیځ کې میشت د کرنې او مالدارۍ شرکتونو مسولینو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د کرنې سرپرست ریس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي په خپلو خبرو کې دا خونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ښې همغږۍ ، ستونزو د حل او چارو د لا ښه والي په برخه کې ګټوره وبلل.

ښاغلی بهسودي وویل، چې ددې خونې اداري چارې لپاره د مدیره هیئت په توګه ۱۹ تنه ټاکل شوي، چې دمګړۍ به د درې میاشتو لپاره په موقت ډول کار کوي او وروسته به ورته د ټاکنو د طرزالعمل مطابق ټاکنې ترسره شي.

د ننګرهار د سودا ګرۍ رییسخالد ګردیوال، د شرکتونو مسولینو او له کابله ورغلي پلاوي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ګډه به کارکوي ترڅو د هېواد په کچه دا خونه یوه نمونه خونه وګرځوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت