د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۵
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه لیدنه وکړه

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوي په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال ته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د کرنې ریاست سلاکار او نورو مسولینو له لورې معلومات ورکړل شول.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې څو کاله وړاندې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د ختیځ زون د مالدارانو شېدو پروسس او مالدارۍ پیاوړتیا لپاره یاده فابریکه لس زره لیتره شېدو پروسس لپاره جوړه شوي وه.
ښاغلي محسن د شېدو پروسیس فابریکي ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې وزارت مسلکي مرستیال سره شریکې کړي.
همدارنګه د ننګرهار د کرنې ریاست سلاکار انجینر عبدالوارث تاند له لورې د پریزنتیشن په بڼه شته ستونزې، فرصتونه، ننګونې او لاسته راوړنې شریکي کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په فابریکه کې شته ستونزې د مالدارۍ سکتور لپاره ننګونکي وبللي او په حل کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ددې لیدن په ترڅ کې د کرنې وزارت د مالدارۍ لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د اوبو رسولو او فاضلابو لوی رییس مولوي غلام الرحمن کظیم او د کرنې وزارت سلاکارانو د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ملتیا کوله.


بازدید معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از فابریکه لبنیات شرق
۱۳ جدی  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس یک هیئت از فابریکه لبنیات شرق در ولایت ننگرهار بازدید کرد.
در جریان این بازدید، مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، مشاور ریاست زراعت و شماری از مسوولان مربوطه، معلومات لازم را در مورد وضعیت فابریکه به معین زراعت و مالداری وزارت زراعت ارائه کردند.
مولوی محمد ولی محسن گفت که این فابریکه چند سال پیش به هدف پروسس شیر مالداران زون شرق و تقویت سکتور مالداری، توسط اداره خوراک و زراعت سازمان ملل متحد ساخته شده و ظرفیت پروسس ده هزار لیتر شیر را دارد.
رئیس زراعت ننگرهار همچنان مشکلات، نیازمندی‌ها و پیشنهادهای فابریکه پروسس شیر را با معین مسلکی وزارت زراعت شریک ساخت.
همچنان انجینر عبدالوارث تاند، مشاور ریاست زراعت ننگرهار، در قالب یک پریزنتیشن، مشکلات موجود، فرصت‌ها، چالش‌ها و دست‌آوردهای این فابریکه را تشریح کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مشکلات موجود در این فابریکه را برای سکتور مالداری چالش‌برانگیز دانسته و اطمینان داد که وزارت زراعت در زمینه حل این مشکلات همکاری همه‌جانبه خواهد کرد.
در این بازدید، مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری وزارت زراعت، مولوی صدیق‌الله رحمانی رئیس تصدیق تخم‌ها، مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت ننگرهار، مولوی غلام‌الرحمن کاظم رئیس عمومی آبرسانی و فاضلاب و شماری از مشاوران وزارت زراعت، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت را همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

مستأجرانو سره د څه باندې ۷۲ زره جریبو امارتي ځمکو د اجارې تړونونه لاسلیک شول

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان د اسلامی امارت د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو د قانون له مخې، د دغو ځمکو د سپارلو بهیر په رسمي ډول پیل شو او په لومړي پړاو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بهسودو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د بهسودو ولسوالی بېلې او بېنګاه کلیو څخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ کې د اقلیم د بدلون په اړه د کرنې مسلکي کارکوونکو لپاره ورکشاپ ترسره شو

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د اقلیم د بدلون په تړاو یو ښوونیز ورکشاپ د کرنیزو خدمتونو آمریت، د څارویو. . .

بازگشت