لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره ټانکر او جنراتور لرونکي د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کرنیزو چارو آمر انجنیر بریالی همدرد، او د بڼوالۍ مدیر انجنیر فرهاد رحیمي په حضور کې د مرکز مهترلام د شنوخونو مالکانو ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دغه تجهیزات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ چمتو شوي دي او یوازې هغو شنوخونو لرونکو ته ورکول کېږي، چې د لغمان د کرنې ریاست سره ثبت او راجستر وي او رسمي اجازه‌لیک ولري.
په ورته مهال، د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له مستحقینو وغوښتل، چې له دې مرستې څخه سالمه او اغېزمنه ګټه واخلي، څو د شنوخونو تولید لوړ او کرنیز حاصلات ښه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت