د میدان وردګو جغتو کې پر یوشمېر بزګرانو د نخودو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۲۷
د میدان وردګو جغتو کې پر یوشمېر بزګرانو د نخودو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د افغان سوله جوړوونکې مؤسسې تر چتر لاندې، د میدان وردګو لایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلو کسانو په پوره همکارۍ، د ۳۰ تنو مستحق بزګرانو د اصلاح شویو نخودو تخمونو د وېش په موخه سروې ترسره شوه.
یاده سروې د افغان سوله جوړوونکې  مؤسسې او د جغتو ولسوالی د کرنیزو خدمتونو د مسؤلو کارمندانو په حضور کې، په شفاف او منظم ډول ترسره شوه. د دې سروې موخه د هغو بزګرانو پېژندنه وه، چې د اصلاح شویو نخودو تخمونو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، څو د هغوی کرنیز حاصلات زیات او معیشتي وضعیت ښه شي.
د مسؤلو کسانو د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته د نخودو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.
په همدې حال کې، د جغتو ولسوالی بزګرانو دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست او د افغان سوله جوړوونکې مؤسسې له کارکوونکو څخه د یادې پروسې د شفافیت او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت