د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د مشارکتي نارنج بڼ د مېوې خرڅلاو شفافه مزایده ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۵۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د مشارکتي نارنج بڼ د مېوې خرڅلاو شفافه مزایده ترسره شوه

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د دویم فارم د دویم بلاک مشارکتي ۶۰ جریبه نارنج بڼ د سردرختي مېوې د خرڅلاو ازاده، رڼه او شفافه د مزایدې بهیر پرون د سوداګرۍ او بازارموندنې ریاست د خرڅلاو امریت په دفتر کې ترسره شو، چې په پایله کې یې خلیل احمد حسن‌زی کرنیز خصوصي شرکت دغه بڼ د ۵ میلیونه او ۴ سوه زره افغانیو په بدل کې ترلاسه کړ.
یاده مزایده د قانوني اصولو او شفافیت د ټینګښت په موخه په علني ډول ترسره شوه، چې شاوخوا شپږو تنو داوطلبانو پکې ګډون کړی و. د مزایدې بهیر د خرڅلاو سرپرست آمر، د ساختمان آمر، د تدارکاتو لوی مدیر، د فروشاتو لوی مدیر او د اړوندو مسوولینو په حضور کې ترسره شو، تر څو د شفافیت، قانونیت او باور فضا لا پیاوړې شي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولینو وویل، چې د دې ډول ازادو او شفافو مزایدو ترسره کول د عوایدو د لوړولو، د خصوصي سکتور د ونډې زیاتولو او د کرنیزو شتمنیو د اغېزمن مدیریت لپاره مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

ننګرهار کې د نويو عایداتي سرچینو د موندلو او ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د عوایدو د زیاتوالي، نويو عایداتي سرچینو د موندلو او د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

بازگشت