د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د پروګرامونو مسوول ډاکتر فریدون قیومي او د افغانستان لپاره د څارنې مسوول ډاکتر محمد شاپور بصیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نوي کال لپاره د پروژو پر روڼتیا او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د لوړو لګښتونو سره سره ګڼې سترې پروژې عملي شوې، خو اغېزمنې پایلې یې نه لرلې؛ له همدې امله اړینه ده، چې ټولې پروژې د خلکو لپاره په شفاف او اغېزمن ډول پلي شي.
د افغانستان لپاره د هالند کمېټې مسوولینو هم څرګنده کړه، چې یاد کمېټه دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې، مالدارۍ او قدرتي سرچینو په برخو کې بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه ټینګار کوي، چې ټولې پروژې باید د خلکو او بزګرانو لپاره ګټورې وي او د مالي مرستو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت