د ننګرهار په ولسوالیو کې د خُرما بڼونه جوړیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۱:۵۱
د ننګرهار په ولسوالیو کې د خُرما بڼونه جوړیږي

۱۹ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ د ځنځروي ارزښت د ودې سکتور پروژې (HVCDSP)په مرسته ددې ولایت په ولسوالیو کې د خُرما «کجورو» ۵۰ جریبه بڼونه جوړوي. دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت