کونړ کې له حیواني کلینیکونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۳
کونړ کې له حیواني کلینیکونو څخه څارنه وشوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت مسلکي کارکوونکو د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له بېلابېلو حیواني کلینیکونو څخه د نظارت او ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د طرزالعمل او کاري لایحې له مخې ترسره شوه، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول حیواني کلینیکونه د خدماتو وړاندې کولو پر مهال له ټاکل شویو معیارونو سره سم عمل کوي.
یادو کارکوونکو د کلینیکونو د خدماتو کیفیت و ارزوه او همدارنګه یې د تاریخ تېرو او غیر معیاري درملو کنټرول هم ترسره کړ. 
دارنګه ددغه نظارت په ترڅ کې د لوحو اصلاح، د بې‌کیفیتو دواګانو د مخنیوي، او د حیواني او کرنیزو درملو د جلا ساتلو پر اصل ټینګار ترسره شو، تر څو د مالدارو او بزګرانو لپاره معیاري او سالم خدمات وړاندې شي.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي زیاته کړه، چې دغه ډول ارزونې به دوامداره وي او هڅه به کېږي، چې د حیواني روغتیا په برخه کې وړاندې کیدونکي خدمات لا معیاري او باکیفیته شي.
د یادونې وړ ده، چې د کونړ دکرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت هڅه کوي، چې د څارویو د ساتنې، درملنې او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې یاد کلینیکونه شفاف او د اعتبار وړ خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت