د کندهار دکرنې ریاست: پاکستان څخه د کیمیاوي سرو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۲۶
د کندهار دکرنې ریاست: پاکستان څخه د کیمیاوي سرو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکو کندهار ته د کیمیاوي سرې د قاچاق مخه ونیوله، چې غوښتل یې ۱ ټن کیمیاوي توره سره په ۲۰۰ پارسلانو کې کندهار ته غیري قانوني انتقال کړي.
د قرنطین چارواکي وایي؛ یاده کیمیاوي سره هغه مهال ونیول شوه، چې قاچاق کوونکو غوښتل د برامچي د لارې له هلمند څخه کندهار ته داخل کړي. چې اړونده مسؤولینو سمدستي کیمیاوي سره ضبط و وروسته یې د کندهار ګمرک ریاست ته وسپارل.
د کندهار د کرنې ریاست د بوټو ژغورنې مدیریت ټینګار کوي، چې دوی د هر ډول قاچاقي او غیري قانوني محصولاتو د مخنیوي لپاره خپل فعالیتونه لاهم ګړندي کړي دي، او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې قاچاقي توکي کندهار ته انتقال کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په پاکستاني وارداتو بندیز لګېدلی، او په همدې اساس د سپین‌ بولدک، دامان او باغ‌ پل په سیمو کې د قرنطین مسؤلینو سختې څارنې رواني دي، چې ۲ ورځي وړاندې د نږدې ۱۵۲ کریټه مالټو او لیمو قاچاقي مخه هم نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت